ویسټ زیاته کړه:« د هرات ګازرګاه جومات په چاودنه کې د ګڼو قربانیانو کورنیو ته چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی او یا ټپیان دي، د زړه له کومې د تسلیت مراتب وړاندې کوم. موږ د ترهګرۍ دغه ناوړه عمل غندو او عاملین یې باید د عدالت منګلو ته وسپارل شي.»
د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم پر خپله ټویټر پانه د ګازرګاه پر جومات برید غندلی او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله کړې.
یاد وزارت زیاته کړې:« د قطر دولت هغه برید چې هرات ښار کې یو جومات i کې په نښه شوی او له امله یې ګڼ شمیر کسانو وژل شوي او ټپیان دي، په کلکو ټکو غندي. د بهرنیو چارو وزارت د قربانیانو کورنیو، افغان حکومت او خلکو ته د قطر دولت د تسلیت مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي.»
د دې تر څنګ د ایران بهرنیو چارو وزارت د چاودنې غندنه کړې او ویلي دې،چې ایران به تل د ترهګرې پر وړاندې مبارزه کې د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.
یاد وزارت زیاته کړې:« د ایران دولت د هرات ښار ګازرګاه جومات کې پر لمونځ کونکو ترهګریز برید پر کلکو ټکو غندي. د ایران اسلامي جمهوري دولت د افراطیت، خشونت او ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د افغانانو تر څنګ دریږي.»
که څه هم دا لومړی ځل نه دی،چې جوماتونه او دیني علماء په نښه کیږي،خو لا هم د مذهبي ځایونو د امنیت په تړاو کوم ځانګړی ګام نه دی اخیستل شوی.
اوس غوښتنه دا ده، چې اسلامي امارت دې د عبادت ځایونو د امنیت لپاره لاس په کار شي او نور اجازه ورنکړي،چې ملکي وکړي د داسې ترهګریزو بریدونو قربانیان شي.