د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له شمشاد ټلوېزیون سره په ځانکړې مرکه کې هغه ګنګوسې یو ځل بیا رد کړي،چې ګواکې سرپرست حکومت ټولشموله نه دی.
مجاهد وايي، په تېره شل کلنه مبارزه کې ټول ملت ونډه اخیستې او چا چې مبارزه کړې،حق یې دی،چې حکومت کې ونډه ولري خو داسې نه ده،چې ټول حکومت دې د اسلامي امارت له غړو او اشخاصو تشکیل شوی وي.
مجاهد زیاته کړه:«د تېرو شلو کالونو هغه ۸۰ سلنه بدنه د حکومت اوس هم په خپل حال باندې باقي پاتې ده. شمولیت په کې دی. د بېلابېلو ولایتونو خلکو په کې شته دي. صلاحیتونو په کې شته دي. د رئیسانو او معینانو پر کچه خلک د تېر نظام لا شته دي. ولې په هغې دوی قناعت نه لري. داسې مالومېږي،چې دوی مشخصې څېرې،چې د دوی لپاره مهمې وي، هغه بېرته رامطرح کول غواړي او پر موږ باندې تحمیل کول غواړي.»
مجاهد وايي، د دوحې په تړون کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل او د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان خاورې نه کارېدل،دوه عمده تعاملات وو، چې دواړه عملي شوي دي.
د مجاهد په خبره، حکومت کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري له شتون نه و خبر،خو زیاتوي،چې ښایي د کومې شخصي لیدنې پر اساس کابل ته راغلي وي.
هغه زیاته کړه:« نظام د الظواهري په اړه خبر نه وه، موږ وویل، چې نه د ده اوسېدو په اړه خبر و، نه هم تر اوسه پورې دا تائید کولی شو،چې دلته دا ( الظواهري) وه. موږ څېړنه کوو. خو بیا هم تړون کې راغلي، که دلته داسې یو څوک هم وي،چې د القاعدې مربوط وي، نو دوی باید مداخله نه وی کړې. باید نظام یې په جریان کې کړی وی او د هغې له لارې خپله غوښتنه وکړي. »
مجاهد زیاتوي:« تر هغه وخت پورې،چې موږ دوی ( مقاومت ډله) احساس نه کړو او کومه جغرافیه په لاس کې نه وي،هېڅ خطر نه دی. ښايي پر فېسبوک او ټویټرباندې به شعارونه ورکوي، ولې جغرافیه نه لري،چې په کومه جغرافیه کې دوی مقاومت کوي. بله دا ده،چې خلک هم اجازه نه ورکوي. دافغانستان ملت نور د جنګ پلوی نه دی.»
ذبیح اله مجاهد له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو په تړاو وویل، په تړاو یې پر پلان کار روان دی او هیله یې وښوده،چې ژر به پرانېستل شي.