اوس د امریکا دفاع وزیر لویید اسټین د اسلامي امارت له لوري د خپلواکۍ ورځې لومړۍ کلیزې ته په غبرګون کې ویلي، په افغانستان کې یې له ترهګرۍ سره مبارزه نه ده ختمه شوې.
هغه زیاته کړې:« موږ پوهیږو،چې اوس هم زموږ کار پای ته نه دی رسیدلی. موږ باید د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزه تمرکز وکړو. موږ دا څو اونۍ وړاندې، د القاعده شبکې مشر چې د سپټمبر ۱۱مې نیټې پر مهال د اسامه بن لادن مرستیال وه، پر نښه کړ او همدا راز مو څو میاشتې وړاندې د داعش ډلې د مهمو غړیو پر ضد هم عملیات وکړل.»