Skip to content
اسلامي امارت د چهارشنبې پر ورځ د (۱۴۰۱ کال سنبلې پر ۹ مه» د بګرام پوځي اډه کې له افغانستانه د امریکا ځواکونو وتلو لومړۍ کلیزه ونمانځله.
سرتېري، اشتشهادي کنډک، ځانګړي ځواکونه، هوايي ځواکونه او د پیچلو ځانګړو عملیاتو ځواکونه د دې نمانځنې ځانګړې برخه وه.
سرتېرو د پوځي پریډونو ترڅنګ کوچنۍ او لوې وسلې نندارې ته وړاندې کړې، مراسمو ته په وینا کې د اسلامي امارت رئیس الوزا ملا محمد حسن اخوند نړیوال ملامت کړل، چې افغانستان پرمختګ ته نه پرېږدي.
اخوند په خپلو خبرو کې له افغانستانه تښتېدلي تخریب کونکي وبلل او له افغانانو یې وغوښتل،چې د دوئ په خبرو دې نه غولېږي.
هغه زیاته کړه:« هغه خلک چې له دې صحنې اېستل شوي، ۲۰ کاله یې په دې ځایونو کې په استراحت او مېلو کې تېر کړي دي، اوس به طبعا تخریب کوي. دغه غږونه به کوي،چې افغانستان ته اسلامي امارت راغلی دی، لوږې، فقر او غربت له دوی سره راغلي دي.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په بګرام کې د سنبلې د نهمې مراسمو ترسره کولو په اړه وویل، ځکه یې دلته نمانځي، چې په تېرو دوهولسیزو کې له دې ځایه پر موږ بریدونه پلان کېدل او د امریکايي ځواکونو ستره پوځي اډه وه، چې اوس نه شته.
مجاهد زیاته کړه:«تاسو په هېږئ،چې دغه ورځ ډېره مهمه وه او دلته پوځي رژې کېږي. دلته د پوځي رژې لپاره ښې اسانتیاوې برابرې وې. دغه راز تاسو پر دې هم پوهېږئ،چې د بګرام له هوايي ډګره امریکایانو شل کاله پر افغانستان بمبار وکړ، خلک یې ووژل، دلته یې زندانونه ول، دا ځای د دوی ( امریکایانو) مهم مرکز وه. بناء نن باید دلته دا مراسم ترسره شي او وښودل شي،چې دغه اخري نقطه هم له دوی ( امریکایانو) تصفیه شوې.»
رئیس الوزا تېر شلو کلونو کې د بهرنیانو کارونه بې مانا وبلل، او نیوکه یې وکړه،چې د افغانستان لپاره یې کوم اساسي کار نه دی کړی.
ملا حسن اخوند وايي، له هر هېواد او ډلې سره تفاهم ته تیار یو او غوښتنه یې وکړه،چې افغانستان ته دې نورې ستونزې نه جوړوي.
امریکايي ځواکونه چې تېرې دوه لسیزې یې افغانستان کې پوځي حضور درلود، پر وړاندې یې د اسلامي امارت سرتېرو دومداره جګړې او مقاومت دوی اړ کړل، چې د یو تړون له مخې تېر کال د وږې پر نهمه افغانستان پرېږدي.