Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان ومنله چې ملا برادر او ملا صمد یې خوشې کړي

کارپوهان: د پاکستان پر وړاندې قاطع عمل ته اړتیا ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/30

د افغانستان اسلامي امارت  د ملي دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد له هغو څرګندونو وروسته،چې ډرون الوتکې د پاکستان له خاورې راځي، له غبرګونونو سره مخ دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه  خبرپاڼه کې ویلي، له شواهدو پرته د افغانستان د دفاع وزیر دا تورونه غیر مسوولانه دي.

خبرپاڼه کې وړاندې لیکل شوي،دا له ډيپلوماټیکو اصولو سره په تضاد کې خبرې دي او د خواشینۍ وړ خبره ده.

کله مو چې په دې تړاو کابل کې د پاکستان سفیرمنصور احمد خان وپوښته،هغه هم د خپل حکومت له وروستي دریځ ننګه وکړه

خان زیاته کړه:« لکه څنګه چې د پاکستان بهرینو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي دي،موږ په دې باور یو،چې د پاکستان خاوره به د بل هېواد پرضد نه کارول کېږي او که چیرې د افغانستان د حکومت له خوا موږ ته جزئیات راکول کېږي،موږ چمتو یو،چې د  ډیپلوماټیک چینل له لارې  یې تعقیب کړو.»

اخوا د پاکستان د بهرینو چارو وزیر بلاول بوټو رویټرز ته ویلي،د پاکستان خاوره د افغانستان د هوايي حریم پر ضد نه کارول کیږي او د مولوي یعقوب له څرګندونو وروسته به هم یو ځل بیا پلټنه وکړي،چې دا موضوع حقیقت لري او که نه.؟

خو کارپوهان وایي،کابل لپاره د پاکستان دا وضاحت د منلو وړ نه دی او پر حقیقت ولاړ نه دی.

د سیاسي چارو کارپوه عصمت قانع وايي:« که چېرې موږ او تاسې د افغانستان جغرافیايي قلمرو وګورو، نو هېڅ امکان نه لري،چې د ایران له لارې څخه امریکايي ډرون په کابل کې عملیات وکړي. د مرکزي اسیا له لارې یې نه شي کولی، د چین له لارې یې نه شي کولی، یوازینۍ لاره،چې پاتې ده،هغه د پاکستان فضاء قلمرو دی،چې پر افغانستان ترې هوايي عملیات کېدای شي. له شکه پرته،چې د امریکا ډرون الوتکې د پاکستان لاره استعمال کوي او په دې برخه کې د پاکستان مطبوعاتو اعتراف او د لوړپوړو چارواکو اعترافونه،د امریکا متحده ایالتو اعترافونه د دې وړي،چې موږ پرې استناد وکړو. دا چې پاکستان په داسې حال کې اسناد غواړي،چې پر افغاني پرهرونو باندې خندا کول دي. پر یوه بربنډ شي باندې اسناد غوښتل، زه فکر کوم،چې د دوی حماقت به وي،نه زموږ حماقت.» 

طالبانو له هغې وروسته پاکستان ته خبرداری ورکړ،چې د افغانستان په هوایي حریم د امریکا د بې پیلوټه الوتکو ګرځېدل زیات شول.

امریکا په کابل د القاعده پر مشر ایمن الظواهري د ډرون برید او وژنې ادعا وکړه،چې تر اوسه پر اسلامي امارت نیوکې او فشارونه دي.

کارپوهان وایي، پاکستان د افغانستان په تړاو ښه نیت نه لري او دوی سره باید پرېکنده چلن وشي

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« د افغانستان د هوايي او ځمکني حریم او د افغانستان د څلور خواوو ساتل، د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو  او امنیتي ځواکونو مسوولیت دی. موږ هېڅ اړه نه لرو،چې د پاکستان په اړه خبرې وکړو. پاکستان په کافي اندازه په دې څو لسیزو کې زموږ هېواد ته هغه زیانونه رسولي،چې د افغانستان په تاریخ کې بل هېواد نه دي رسولي. دوی باید عملا د پاکستان دغه تېري پر وړاندې قاطع عمل وکړي،چې بیا پاکستان دا جرات ونه کړي، چې د افغانستان هوايي حریم ته داخل شي.» 

کارپوهان وايي،پاکستان د افغانستان په تړاو د مخالفت ستراتیژي بدله کړې او پر نړیواله کچه هڅه کوي، افغانستان په انزوا کې وساتي.

نیوکه داده،چې پاکستان په تیرو ۴۰ کلونو کې د افغانستان د بربادۍ لپاره نړیوالو سره په همغږۍ دسیسې پلان کړي دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026

وروستي خبرونه

افغان لاسي صنایع د نړیوال کېدو په لور: هراتي تسبېح د نړۍ په بازارونو کې ښه ځای لري

کندهار کې د تسبېح جوړولو صنعت شهرت، ستونزې او غوښتنې

اپریل 9, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

ننګرهار کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي

اپریل 9, 2026
هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist