د سیمې زبرځواکو هېوادونو روسیې او هند په افغانستان کې د ترهګرۍ زیاتیدو په اړه اندیښنې ښودلي دي،چې د تحلیل کوونکو په باور دا یو ډول نوی سیاست دی،چې نوې دهلي او مسکو د کابل پر وړاندې غوره کړی دی.
دوی وايي، د ترهګرۍ زیاتیدو په تړاو د سیمې اندیښنې به ترهغې موجودې وي،چې د ترهګرۍ ملاتړي او روزونکي هېوادونه د نړۍ له خوا منزوي او تر فشارونو لاندې ونه نیول شي.
د دوی په خبره، افغانستان د ترهګرۍ ملاتړی او روزونکی هېواد نه دی، بلکې لسیزې ترې ترهګري قرباني اخلي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« دغه هېوادونه دې زموږ لپاره اندیښنه نه کوي او نه هم افغانستان د ترهګرۍ مرکز دی،بلکې دوی باید د خپلو اندیښنو لپاره هغه ځای ته مراجع وکړي،چې ترهګرۍ ډلې په کې روزل کیږي،چې هغه پاکستان دی. که د سیمې او نړۍ هېوادونه غواړي،چې ځانونه له ترهګرۍ وژغوري،نو باید پاکستان تجزیه او منزوي کړي، دا یې اصلي لاره ده.»
ځينې بیا وايي، د اسلامي امارت په راتګ سره د ترهګرۍ د ودې اندیښنه کمه شوې،خو بیا هم که هند او روسیه له داسې یوڅه اندیښنه لري،نو باید د دولتونو پر کچه مالومات سره شریک کړي او ګډه همکاري زیاته کړي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:«هېڅ دولت په نړۍ کې داسې وسایل او ابزار نه لري،چې هغه دې د ترهګرۍ مخه پرې ونیسي،ښه داده،چې د حکومتونو پر کچه د مالوماتو شریک کول او ګډه همکاري زیاته شي. د اسلامي امارت په راتګ سره په سیمه کې دغه اندیښنې کمې شوې،خو بیا هم چین او روس دغه اندیښنې ښي،دا ځکه چې دوی خپله اسلام پاله ډلې لري.موږ ته په کار دي،چې د دغو اندیښو د لرې کولو لپاره ګډه همکاري زیاته کړو او پرې نږدو،چې یو ځل بیا ترهګر په افغانستان کې ځای پر ځای شي.»
مختار زیاتوي:« امارت اسلامي دې داسې یوه بې طرفه سیاست غوره کړي،چې ګاونډیان او سیمه باور پیدا کړي،چې افغانستان د دوی لپاره هېڅ ستونزه نه ده او دښمنان یې په افغانستان کې نه روزل کیږي.»
اسلامي امارت بیا له وړاندې ډاډ ورکړی دی،چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ پیښ نه شي او هغه ډلې چې پر ازبکستان یې راکټي بریدونه کړي ول،هم له منځه وړي دي.