Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امیري: اسلامي نړۍ دې د افغان ښځو ملاتړ وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/28

د افغان نجونو،ښځو او بشر حقونو لپاره د امریکامتحده ایالتو ځانګړې استازې رینا امیري له اسلامي هیوادونو وغوښتل،چې د ښځو حقونو ملاتړ وکړي.

امیري له سعودي ورځپاڼې سره مرکه کې پر اسلامي  هېوادونو غږ وکړ،چې پر اسلامي امارت فشار راوړي،ترڅو د افغان ښځو حقونه او نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

امیري زیاته کړې:«زه یوه مسلمانه یم.زه خپلې تجربې او اسلامي تاریخ ته په کتو پوهیږم، چې اسلام لومړنی دین دی،چې ښځو ته یې حقونه ورکړي دي. زه له اسلامي هېوادونو تمه لرم،چې له طالبانو سره په دې تړاو بحث وکړي او د هغوی دریځ وننګوي.» 

رینا امیري په دغه مرکه کې د افغان ښځو د روان وضعیت په اړه هم اندیښنه څرګنده کړه.

امیري ویلي، افغان ښځې خپل راتلونکي ته ناهیلې دي.

هغې زیاته کړې:«افغان ښځې داسې فکر کوي،چې هغوی په یوه زندان کې دي.هغوی خپلې هیلې بایللي او راتلونکې ته ناهیلې دي.هغوی فکر کوي،چې پخپل هېواد کې په خپلو ظرفیتونو اختیار نه لري.» 

امیري د نړیوالو بندیزونو له امله د افغانانو بد وضعیت ته په اشارې سره ویلي، غوره به دا وي،چې اسلامي امارت د دوحې هوکړې ته درناوی وکړي او ژمنتیا ورته وښيي.

هغه زیاتوي:«موږ له طالبانو غواړو،چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي. موږ په دې باور یو،چې کوم بندیزونه د امریکا له لوري پر افغانستان لګیدلي دي، دغو بندیزونو ټول ۴۰ میلیونه افغانان اغیزمن کړي دي.» 

رینا امیري په دغه مرکه کې ډېر تمرکز او ټينګار پر دې کړی  د ی،چې اسلام ښځو ته تر نورو ادیانو ډېر ارزښت او حقوق ورکړي او اسلامي امارت دې هم هغوی ته د دغو حقونو پر ورکړې قایل شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

د افغان کډوالو شورا: پاکستاني پولیس له افغان کډوالو سره ناوړه چلن کوي

اپریل 7, 2026

وروستي خبرونه

هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

ایران او امریکا د دوو اوونیو پر مشروط اوربند هوکړه کړې

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist