پاکستان د افغانستان هغه ګاونډی هېواد دی،چې له څلور لسیزو راهیسې ټول مرکزي حکومتونه ترې شکایت لري،چې د افغانستان کورنیو چارو کې مداخله کوي او د افغانستان مخالفو وسله والو ډلو په روزولو او تمویل تورن دی.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وايي،پاکستان له افغانستان سره د مخالفت ستراتیژۍ کې بدلون راوستی او پر نړیواله کچه یې د مخالفت مټې رانغښتې دي.
دوی وايي، اوس پاکستان هڅې پیل کړي دي، چې افغانستان همداسې په نړیوال سیاسي انزوا کې وساتل شي او هیڅ هېواد یې پر رسمت ونه پیژني.
د دوی په باور له دغه کاره د اسلام اباد موخه په کابل کې له نړۍ بېرته پاتې ضعیف او پر نړیواله کچه تجرید شوی حکومت رامنځته کول دي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« پاکستان اوس ډېره هڅّه کوي،چې ځان د افغانستان ډېر نږدې دوست وښي او ځان افغانستان ته خواخوږی څرګند کړي. پاکستان نړیوالو ته هم ځان داسې ښي،چې له افغانستان سره ډېرې نږدې اړیکې لري او تاسې چې کومې کړنې ترسره زما په لاس یې ترسره کړئ،دې سره ځان نړۍ ت د افغانستان استازی ښي. پاکستان غواړي، افغانستان د انزوا لور ته یوسي، افغانستان وروسته پاتې کړي او غواړي د افغانستان بهرنی سیاست په بشپړ ډول خپل لاس کې ولري. اوس هم په دې چاره کې تر ډېره بریده بریالی شوی دی.»
ځینې نور بیا وايي،پاکستان له افغانستان او د افغانستان له خاورې سره ستونزه لري او هره ډله چې په افغانستان کې د ځواکمن دولت جوړښت هڅه وکړي،دغه هېواد یې مخالفت کوي.
د پخوانۍ ولسي جرګې غړی کمال ناصر اصولي وايي:«نن ورځ هم،چې اسلامي امارت دی، پاکستان خپلې مداخلې لري،ان پر نړیوال ستیج باندې د افغانستان پر استازیتوب مباحثات لري، د افغانستان په اړه خپلې برنامې لري. پاکستان نن هم نه غواړي،چې په افغانستان یو قوي مرکزي دولت شتون ولري، ځکه د دوی( پاکستان) مسله د طالب او نه طالب مسله نه ده، د دوی مسله د افغانستان خاوره ده. پاکستان دلته د قوي دولت شتون نه د طالب په وجود کې، نه د ډیموکراټ په وجود کې او نه هم د مجاهد په وجود کې، نه د کمونیست په وجود کې نه غواړي. هر ډله،چې د قوي دولت د جوړښت لپاره لاره هواروي، دې بهانې پیدا کوي.»
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي،پاکستان ان دا هم نه غواړي،چې کابل دې له نوي دهلي سره سیاسي او ډیپلوماتیکې اړیکي ولري او له دې وېره داده،چې د افغانستان او هند په نږدې کیدو سره د ۷۵ کلن پاکستان تجزیې خطر زیاتیږي.
ځاځی زیاتوي:« پاکستان پر دې باوري دی، که چېرې د هند اړیکې له افغانستان سره ټېنګې شي، د پاکستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کېږي،چې هغه ګواښ د پاکستان تجزیه ده. پاکستان په سیمه کې د تروریستي ډلو ټپلو مرکز دی، اوس نړیوال هم پر دې باندې ښه پوه شوي دي. زما مشوره طالبانو ته دا ده،چې د دې هېواد او ولس راتلونکې لپاره دوی باید له څنګه یې پخوا مو له هند سره ښیې اړیکې لرلې، هم سیاسي، اقتصادي، هماغه شان دې له هند سره خپلې اړیکې کلکې کړي. دوی ( طالبان) باید له پاکستانه ډېر لرې اوسي او خپل سرحدونه باید له پاکستان سره کلک کړي، که غواړي، دا هېواد او دا ولس نور په ارامه خوب او ژوند وکړي.»
منصور احمد خان،چې په کابل کې د پاکستان سفیر و، تازه یې دنده پاېته رسیدلې او پرځای یې عبیدالرحمان نظاماني د سفارت لپاره چهار سمبالی ټاکلی ،چې دې کار د پاکستان په اړه شکونه لا زیات کړي دي.