Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شاهین: اسلامي امارت د نجونو زده کړو مخالف نه دی

شاهین: اسلامي امارت د نجونو زده کړو مخالف نه دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/27

په دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له فاکس نیوز سره په خپله تازه مرکه کې د نړیوالو او پر کوردننه افغانانو ټولې هغې نیوکې رد کړې،چې ګواکې دوی د ښځو د کار او زده کړو مخالف دي.

شاهین وايي، اسلامي امارت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی او اوس مهال د هېواد په ډېریو ولایتونو کې او په ځانګړي ډول خصوصي او دولتي ښوونځیو کې نجونې له شپږم ټولګي پورته هم ښوونځیو ته ځي.

د شاهین په خبره،د هغو نجونو شمېر میلیونونو ته رسيږي،چې د هېواد پر کچه ابتدایه ښوونځیو ته ځي.

شاهین زیاته کړې:« زموږ د مخالفینو له خوا د افغانستان ناسم انځور وړاندې شوی دی. په حکومت کې لا هم زرګونه ښځې شته  دي،چې په بېلابېلو وزارتونو کې دندې ترسره کوي. په ټول هېواد کې ۴۵۰ زره زده کوونکي پوهنتونونو ته ځي او موږ هڅه کوو،چې پاتې ستونزې د اسلامي اصولو په رڼا کې حل کړو،ځکه دا د افغانانو غوښتنه ده.» 

شاهین وايي، له حکومت یې یوازې یو کال تیریږي او دوی هر څه له صفر پیل کړي او په خبره یې د یوه کال موده کې د ټولو ستونزو حل سخت دی او وخت ته اړتیا ولري.

شاهن زیاتوي:« زموږ ټولنه افغاني او اسلامي ټولنه ده،چې هېڅ کله د اروپا له ټولنو سره نه شي پرتله کیدلی. د امریکا له حکومت سل کاله تیریږي او دوی اوس د ستونزو په حل بریالي شوي دي. زموږ د حکومت یوازې یو کال تیریږي او د ستونزو حل به وخت غواړي.» 

د سیاسي دفتر ویاند له القاعده شبکې سره د اسلامي امارت اړیکو په اړه وویل، د دوحې هوکړې ته ژمن دي او په خپلو کړیو ژمنو ولاړ دي او دوی به پرېنږدي،چې څوک د افغانستان خاوره د امریکا او یا نورو هېوادونو پر ضد وکاروي. 

هغه زیاته کړه:«هر څوک چې زموږ په هېواد کې پټ شوي وي، موږ به یې پیدا کوو او څېړنه به کوو. داسې خلک د امریکا په ګډون په نورو هېوادونو کې هم پټ کېږي،خو دا په دې مانا نه ده،چې حکومت ورسره لاس لري. د دوحې هوکړې ته زموږ ژمنتیا نه ماتیدونکې ده.» 

په قطر کې داسلامي‌امارت د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین داسې مهال د نجونو زده‌کړو او د ښځو کار ته د ژمنتیا خبره  کوي، چې سرپرست حکومت په یوه کال کې د نجونو پرمخ د متوسطه او لیسو پر پرانېستلو بریالی نه‌ شو.

شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د پوهنې وزارت سرپرست ویلي ول، هېواد کې د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لیسو تړل کیدل کلتوري ستونزه لري،چې له حل وروسته به یې پرانیزي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

د افغان کډوالو شورا: پاکستاني پولیس له افغان کډوالو سره ناوړه چلن کوي

اپریل 7, 2026

وروستي خبرونه

هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

ایران او امریکا د دوو اوونیو پر مشروط اوربند هوکړه کړې

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist