Skip to content
د کندهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زیاونه اړولي دي.
هلته د نورو ولسوالیو پرتله شا والیکوټ ولسوالۍ کې ورښتونو او سېلابونو ډېر زیانونه اړولي.
شاولیکوټ ولسوالۍ کې سېلابونو باغونه، کرنيزي ځمکې او ګڼ کورونه ویجاړ کړي او اوسېدونکي يې د بېړنيو بشري مرستو غوښتنه لري.
د شا والیکوټ ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی سردار وايي:« د سېلاب دا کومې اوبه،چې له پرون ورځې راهېسې راغلي، شااوخوا ۱۰۰ جریبه زراعتي ځمکه یې خرابه کړې. سرایونه یې هم وېجاړ کړي دي، ۶۵ باغونه یې خراب کړي.»
د شاوليکوټ ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی مطیع الله بیا وايي:« د غرمې مهال سېلاب راغی، نو دلته یې خلکو ته ډېر زیان واړوه.»
د کندهار د شاوليکوټ ترڅنګ د دغه ولایت په سپين بولدک،ارغنداب، ښورابک، ریکستان او نورو ولسوالیو کې هم سېلابونو خلکو ته درانه مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
ولایتي چارواکو د دغه ولایت د شاوليکوټ له سېلاب ځپلو سره د مرستي پر مهال وویل، چې د سېلابونو د قربانيان لاسنيوی د دولت له لومړيتوبونو کی دی، خو په خبره یې، نړيوال بشري بنسټونه دې هم پر دې اساس وخت کې خپل مسووليت ادا کړي.
د شاولیکوټ ولسوال جمعه خان وايي:«له ټولو موسسو او هېوادوالو مرسته غواړو، چې له دې خلکو سره مرستې وکړي.»
کندهار کې د طوفاني بادونو او سېلابونو له امله د مالي او ځاني زيانونو ترڅنګ د دغه ولایت کرنيز سکټور ته هم درانه مالي زيان اوښتي،چې د مسوولينو په خبره زيات زيان د انګورو حاصلاتو ته رسېدلی دی.