Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

جلالي: افغانستان ته په تېرو څو لسیزو کې اساسي کار نه دی شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/25

دافغانستان  د کورنیو چارو وزارت پخواني وزیر علي احمد جلالي له  شمشاد ټلوېزیون سره ځانګړي مرکه کې نیوکه کړې،چې افغانستان ته په تېرو څو لسیزو کې اساسي کار نه دی شوی او له هغو فرصتونو په سمه توګه ګټه نه ده اخېستل شوې،چې افغانانو ته په لاس ورغلي وو. 

جلالي وايي،ځینې افغانانو ملي مفکوره نه درولوده او په تېرو څو لسیزو کې اشخاصو او ډلو لپاره کار کېده،همدا لامل و، چې افغانانو ځیني مهم فرصتونه له لاسه ورکړل.

هغه زیاتوي:«خپله افغانان په خپلو منځو کې د یوې ملي مفکورې پر اساس متحد نه ول، بلکې هڅې یې دا وې،چې خپلې ډلې پياوړې کړي، خپل ځان پياوړی کړي. په حکومت کې هم اختلافات موجود ول.»  

جلالي افغانان او نړیوال ګرم وبلل،چې افغانستان لپاره یې اساسي کار نه دی کړی او تر ډېره د اقتصاد پياوړتیا او نورو برخو کې لټي شوې.

هغه زیاته کړه:« افغانستان هېڅ کله پر ځان بسیا نه وه، ان په هغه وخت کې چې افغانستان کې سوله وه، شاهي نظام کې، جمهوري نظام کې د داووخان نظام کې تل بهرنۍ مرستې وې،چې د افغانستان بودیجې یوه برخه یې جوړوله.»

فساد هغه بده پدیده،چې له امله یې په تېرو شلو کلونو کې افغانستان د مفسدو هېوادونو د نوملړ په سر کې راغلی،د افغانستان په نړیوال حیثیت او د افغانانو په ژوند یې منفي اغیزې کړي، خو  جلالي وايي،دا فساد یوازې افغانانو نه بلکې  بهرنیانو هم کړی دی. 

جلالي زیاتوي:« څو ډلې وې، هرې ډلې خپل خلک ساتل، که خپل خلک یې فاسد هم ول، خو د دې لپاره،چې بل تنظیم ته ولاړ نه شي، هغه به یې خپله ساتل، تحمل یې درلود او  محاسبه یې له چا سره نه کول، له بلې خوا مرستې ډېرې راتلې، په کې محاسبه نه وه،چې پایله کې یې د فساد یو فرهنګ افغانستان کې خپور شو.» 

جلالي په دې اند دی،چې امریکا پر کوردننه او بهر فشارونو له امله نور افغانستان کې پوځي حضور نه غوښت او د دوحې پرېکړه یې له افغانستانه د امریکا د خلاصۍ په مانا یاده کړه.

هغه زیاتوي:« د دوحې مذاکرات د امریکا لپاره یوه وسیله وه،چې ځان له افغانستانه خلاص کړي یا داسې لاره پیدا کړي، چې په یوه ښه صورت سره د افغانستان جنګ ختم کړي،ځکه ټولو امریکایانو دا غوښتل،چې امریکا دې له افغانستانه ووځي. » 

علي احمد جلالي له امریکا وغوښتل،چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادې کړي او د افغانستان پر اسلامي امارت یې هم غږ وکړ،چې داخلي مشروعیت ترڅنګ باید له نړیوالو سره داسې اړیکې جوړې کړي،چې ټولو ته د منلو وي. 

دغه راز جلالي  د نورو موضوعاتو ترڅنګ اوس وخت کې وسله وال مقاومتونه بې ګټې او بې مانا وبلل او د افغانستان له اسلامي امارته یې په افغانستان کې د داسې فرصتونو برابرولو غوښتنه وکړه،چې هر څوګ په خپله خوښه افغانستان ته راشتون شي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي
افغانستان

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

د افغان کډوالو شورا: پاکستاني پولیس له افغان کډوالو سره ناوړه چلن کوي

اپریل 7, 2026

وروستي خبرونه

هرات ښار کې د نویو کورونو جوړولو چارې چټکې شوې دي

هرات کې راستنېدونکو ته د کاروبار او روغتیا ساتنې وسایل وېشل شوي

اپریل 9, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

ایران او امریکا د دوو اوونیو پر مشروط اوربند هوکړه کړې

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist