په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو تر ټولو سخته طبیعي پېښه،چې له زرو زیات کسان په کې مړه، په زرګونه ټپیان او په زرګونه نور یې بې سر پناه پریښودل، پکتیکا او خوست کې تیره جون
میاشت زلزله وه.
وروسته له زلزلې پر کوردننه او بهر زرګونه کسانو د زلزلې له ځپلو کسانو سره مرستو ته را ودانګل او ګڼ شمیر هېوادونو د سلګونه ټنه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
که څه هم ملګرو ملتونو په لومړیو کې په زیاته کچه مرستې وکړې،خو اوس په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کډوالۍ عالۍ استازي لیونارد زولو وايي، د ویجاړو شویو کورونو د بیا رغلو مسوولیت یې هم پر غاړه اخیستی او وړمه یې کارونه په عملي توګه پیل کړي دي.