Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په ننګرهار ولایت کې سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/22

د ننکرهار ولایت په خوږیاڼو، چپرهار، مومندرې، ګوشتې او بټي کوټ ولسوالیو کې وړمه شپه ورښتونو او سېلابونو خلکو ته درمانه مالي  زیانونه اړولي دي.  

سېلاب ځپلي کسان وايي، د سرپناه او خوارکي موادو له پاره جدي اړتیا لري او باید مرسته ورسره تر سره شي. 

یو تن سېلاب ځپلی کس وايي:« د سرپناه ځای مو نه شته دی. خوراکي توکي نه شته دي. هرڅه مو چې لرل، هغه سېلاب یوړول. غوښتنه مو داده،چې له موږ سره د خوراکي او نورو توکو مرستې وشي.» 

یو بل سېلاب ځپلی بیا واييي:« سېلاب مو د کور ټول توکي وړي دي. سېلاب کور کې ټول توکي که خوراکي ول او که غیر خوراکي ټول یې وړي دي.» 

ځايي خلک وايي، د استنادي دیوالونو نشتون هغه لوی لامل و،چې له کبله يې سېلابونو ګڼ مالي او ځاني زیانونه ورواړول.

دوی د سېلابونو خطر مخنيوي برخه کې د استنادي دیوالونو جوړولو غوښتنه لري او وایي،که جدی اقدام ونه شي،بیا ځلې سېلابونه به سلګونه انسانان ووژني.

یو تن سېلاب ځپلی وايي:«شااوخوا ۶۰۰ کورونه تخریب شوي دي. اوس هم سېلاب کنټرول شوی نه دی. د سېلاب د دوی څپې امکان هم شته دی. خلک زنګونه وهي،چې نور سېلاب هم درځي. نو که دلته یو قوي استنادي دېوال جوړ شي،نو د سېلاب مخه به ډب کړي.» 

تېرې يوې اونۍ کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې سختو ورښتونو او سیلابونو سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او د زرګونو په شمېر کورونه يې هم تخریب کړل. 

د پروان سیاګرد، شینوارو اود لوګر خوښۍ ولسوالۍ نورې هغه سیمې دي،چې سیلابونو په کې زرګونه کسان اغېزمن کړي. 

زیانمن شوي کسان د افغانستان له اسلامي امارته  د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.  

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي
افغانستان

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي
افغانستان

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026
د ګډې کډوالۍ څېړنېز مرکز: ګاونډیو هېوادونو کې افغان مهاجرو سره دوښمنۍ زیاتې شوې
افغانستان

د افغان کډوالو شورا: پاکستاني پولیس له افغان کډوالو سره ناوړه چلن کوي

اپریل 7, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

پاکستان د ارومچي مذاکراتو کې له افغانستان درې مهمې غوښتنې کړې

اپریل 7, 2026

وروستي خبرونه

واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي

کارپوهان: منځني ختیځ کې د جګړې درېدل د سیمې او نړۍ  په ګټه دي

اپریل 9, 2026
اوچا: افغانستان کې وروستیو سېلابونو نږدې ۱۶ سوه کورنۍ اغېزمنې  کړي

تېرو ورښتونو او سېلابونو له امله  تر ۷ زرو ډېرې کورنۍ زیانمنې شوې دي

اپریل 9, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

متقي: افغانان نه غواړي نور هېوادونه هم د جګړو ترخه تجربه کړي

اپریل 9, 2026
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

ایران او امریکا د دوو اوونیو پر مشروط اوربند هوکړه کړې

اپریل 9, 2026
بېجینګ د کابل او اسلام اباد ترمنځ د کړکېچ هوارولو ته چمتووالی ښودلی

ارومچي کې د خبرو پای؛ چین وايي افغانستان او پاکستان د کړکېچ په نه اوږدولو سلا شوي

اپریل 9, 2026
کرزی: پاکستان باید د راکېټونو په ځای پر علمي مرکزونو د افغان شخصیتونو نومونه کېږدي

ملګرو ملتونو ته د کرزي لیک: د پاکستان له لوري د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د نقض مخنیوی وکړئ

اپریل 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist