Skip to content
په نورستان ولایت کې ځايي سرچینې وايي، د دغه ولایت کامدیش ولسوالۍ په کمو سیمه کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۰ تنه مړه شوي او ۴۵ نور ژوبل دي.
سرچینه وايي، سېلابونو خلکو ته له ځاني زیان سر بېره ته درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.
سرچینه زیاتوي، په دې ولایت کې سلګونه د اوسیدو کورونه او سلګونه جریبه ځمکه او ګڼ عامه تاسیسات هم سېلابونو تخریب کړي دي.
د سرچینې پر وینا، د کامدیش او برګیمټال عمومي لار هم د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.
په هېواد کې د موسمي بارانونو څپې ختیځ کونړ، لغمان،ننګرهار او نورستان ولایتونو کې خلکو ته درانه د سر او مال زیانونه اړولي دي.