هغه زیاته کړې:« د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له اګست میاشتې وړاندې ایران کې له دوو تر درې میلیونو افغان کډوال وو، خو د تېر یوه کال نویو ستنو شویو کډوالو سره دغه شمیر نږدې څلور میلیونو ته پورته شوی دی.»
که څه هم د ګډوالۍ ستونزه له تېرو څلورو لسیزو راهیسې شتون لري،خو د اسلامي امارت د واک ته رسېدو وروسته په بې سارې توګه زیاته شوې ده.
د ګډوالۍ اصلي لاملونه اقتصادي ستونزې، بې وزلي او بې کاري بلل کیږي او له سرپرست حکومت غوښتنې دا دي،چې خلکو ته دې کاري فرصتونه برابر کړي او د کډوالۍ مخنیوی دې وکړي.
اسلامي امارت بار بار بهر ته پر تلونکو افغانانو غږ کړی دی،تر څو خپل هېواد ته راستانه شي او د افغانستان په ودانولو کې برخه واخلي،خو د کار او دندو په پیدا کول کې یې بیا تر اوسه پورې کوم عملي ګام نه دی اخیستی،چې پاتې ځوانان هم د تېښتې هڅه کوي.
تازه د افغانستان کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت یو لوړپوړی پلاوی ترکیه کې د افغان کډوالو د وضعیت او ستونزو حل په موخه انقرې ته تللی دی.