Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یونېسف: کابل کې ۶۰ زره ماشومان د واټونو پر سر کار کوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/20

ای.بي.سي خبري شبکې د افغان کاریګرو ماشومانو په تړاو یو راپور خپور کړی،چې په یوه برخه کې یې د یونېسف موندنې هم وړاندې کړې دي.

ای.بي.س د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) له قوله لیکلي،چې په تخمیني ډول یوازې په کابل کې ۶۰ زره ماشومان د واټونو پر سر کار کوي.

په دغه راپور کې ویل شوي،چې افغانستان کې له سیاسي تحول وروسته زرګونه نور ماشومان په زور له کوره اېستل کیږي،چې پیسې پیدا کړي.

 د راپور یوه برخه:« یونېسف په تخمیني ډول دا شمیر وړاندې کړی دی،چې یوازې د کابل ښار په واټونو کې ۶۰ زره کاریګر ماشومان دي. زرګونه نور هم د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته په زور له کوره اېستل کیږي،چې پیسې او خواړه پیدا کړي.» 

یونېسف ویلي، دغه کاریګر ماشومان ځکه ورځ تر بلې زیاتیږي،چې افغانستان کې اقتصادي وضعیت د خرابیدو لور ته روان دی.

 دغې خبري شبکې،همدا راز د یونیسف هغه څرګندونې نقل قول کړي،چې روان او راتلونکی کال به نړیوالې مرستې هم ډېرې راټیټې شي.

د  راپور یوه برخه:« یونېسف په دې باور دی،چې راتلونکی کال به نړیواله ټولنه خپله بشري مرسته او د خوړو اړوند مرستې ۳۸ سلنه ته راټيټې کړي او راتلونکو میاشتو ته به بیا دغه مرستې ۸

سلنه ته راټيټې شي. دا ګواښ هم موجود دی،چې روان کال به ۱.۱ میلیونه ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ شي.» 

یونېسف ویلي، که مرستې ونه شي او د نړیوالې ټولنې له لوري د وضعیت د رغیدو لپاره مداخله ونه شي دغه ګومان او باور په حقیقت هم بدلیدای شي.

یونېسف داسې مهال دغه له ګواښه ډک تخمینونه وړاندې کوي،چې د ملګروملتونو مخکینو وړاندینو هم ښودلې ده،چې له نیمايي زیات افغانان،چې شااوخوا ۲۳ میلیونو وګړو ته رسیږي، له لوږې سره مخ دي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist