Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: که اسلامي هېوادونه اسلامي امارت پر رسمیت نه پېژني ملاتړ دې وکړي 

مجاهد: له نړۍ سره د تعامل غوښتونکي یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/20

د افغانستان اسلامي امارت  ملي دفاع وزارت کې د جمعې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د زمري پر ۲۴ مه»  د هېواد خپلواکۍ ۱۰۳ مې کلیزې نمانځنې لپاره مراسم نیول شوي ول. 

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد، چې همدې مراسمو ته یې وینا کوله، افغانستان له نظامي، اقتصادي او سیاسي اړخه بشپړ خپلواک یاد کړ.

هغه زیاته کړه:« ټولو هېوادوالو! ته د خپلواکۍ اخېستلو د ۱۰۳ مې کلیزې په مناسبت مبارکي وایم. الحمد الله هېواد مو په نظامي ډګر کې د هېچ چا تر سیوري لاندې نه دی او نه مو هم ځواکونه چا پورې تړلي دي او نه د چا غلامان دي. الحمد الله نه مو اقتصاد په چا پورې تړلی دی او نه مو هم سیاسي پالیسي چا پورې تړلې ده. په هر ډګر کې ازاد او خپلواک یو.» 

مجاهد وايي، د ازادۍ ترلاسه کول او ساتل ستونزې لري، اقتصادي او سیاسي مشکلات  د دې لپاره دي،چې ځینې هېوادونه پر موږ داسې غوښتنې ومني،چې ملي ګټې نه ایجابوي.

هغه زیاته کړه:« اقتصادي ستونزې به هم راځي، سیاسي ستونزې به هم راځي، هغه خاص ددې لپاره،چې خلک یا ځینې هېوادونه،چې موږ او تاسو دې ته قانع کړي، ترڅو د دوی هغه غوښتنې،چې هغه زموږ ملي ګټې نه ایجابوي، ورسره ومنو. موږ د خپلې عقیدې او ملي ګټو په خلاف د هېچا اوامر او غوښتنې نه شو منلی.»

مجاهد وايي، تعامل او په هره برخه کې پرمختګ غواړي،چې خو که قیمت یې ازادي او د هېواد ملي ګټي وي،نو نه یې غواړي.

مجاهد زیاتوي:« موږ تعامل غواړو. موږ د هېواد پرمختګ غواړو. موږ د اقتصاد پرمختګ غواړو. موږ سیاسي پرمختګ غواړو. موږ په نظامي ډګر کې د سیمې پر سطحه یو قوي ځواک غواړو، خو دا په دې بیه نه غواړو،چې خپلواکۍ مو تر پوښتنې لاندې راشي.» 

د ملي دفاع  وزارت سرپرست د شته ستونزو حل ملي یووالی او له نظام څخه ملاتړ یاد کړ.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist