Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ۲۰۳ منصوري قول اردو قوماندان: هیڅ ځواک د ا.ا ځواکونو پر وړاندې بریا نه شي ترلاسه کولی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/20

 په سوېل  پکتیا ولایت کې هم  د هېواد خپلواکۍ بېرته اخېستلو ۱۰۳ یمه کلیزې دجمعې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د زمري پر ۲۸ مه«  د بېلابېلو مراسمو په ترسره کولو سره ونمانځل شوه. 

د ۲۰۳ منصوري قول اردو قوماندان ایوب خالد د خپلواکۍ نمانځلو په موخه جوړو شویو مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، د دغه ورځې نمانځل په ځوانانو کې د خپلواکۍ جذبه پیاوړي کوي ، چې نیکونو او پلرونو یې په څنګه شرایطو او کمو امکاناتو بهرني یرغلګر شړلي دي. 

خالد زیاته کړه:« افغانستان ته چې هر اشغالګر راغلی دی، زموږ له نیوکونو او پلارونو نیولې تر دې نسله پورې، هر اشغالګر چې راغلی دی، بېرته شړل شوی او خپله ماته یې منلې ده، یا تباه شوی دی یا پر تېښته بریالی شوی دی. » 

د ۲۰۳ منصوري قول اردو قوماندان ایوب خالد همدا راز وایي، د نړۍ یو ځواک هم د اسلامي امارت پر ځواکونو بریا نه شي تر لاسه کولی او په مخامخ کېدو سره به له ماتې سره مخ کیږي. 

په  ورته وخت کې خالد خلکو ته ډاډ ورکړ،چې د خپل خوندیتوب په اړه دې اندیښنه نه کوي. 

د خپلواکۍ ورځې په رارسیدو سره یو شمیر ولایتونو کې ځوانان له ملي بېرغونو سره واټونو ته را ووتل،چې مخنیوی یې وشو،خو د  پکتیا امنیه قوماندان محمد عمر مخلص بیا وایي، دغه ولایت له ورته اقداماتو سره نه دي مخامخ شوي. 

هغه زیاته کړه:« زموږ خوا ته د بېرغ مسله ډېره مطرح نه ده،ځکه پر دې باندې پوهېږي، چې  عامه پوهای شوی دی. موږ ته بېرغ مهم نه دی. بېرغ باید هغه مهم وي،چې اسلامي وي، شرعي بېرغ وي، په کوم بېرغ چې قرباني ورکړل شوي وي، نو دا ډېر مهم نه دی، مهم زموږ یوالی دی.» 

۱۰۳ کاله وړاندې غازي امان الله خان افغانستان یو خپلواک هېواد اعلان کړ،داسې هېواد چې ټولې پریکړې پر خپله وکړای شي او د هېڅ زبرځواک تر کنټرول لاندې نه وي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist