د ویناوالو خبرې،چې تر ډېره په آزادۍ ورټولې وې، ټينګار يې کاوه،چې افغانانو د تاریخ په اوږدو پړاونو کې څو ځله آزادي تر لاسه کړې، ولې د ناکامو سیاستونو له کبله يې ترې ګټه نه ده اخیستې.
د کابل والي شیخ ندامحمد ندیم وايي:«ما مخکې درته وویل،چې مخکې نظامونو فتحې او بریاوې ترلاسه کړي، خو فتحه او بریا یې نه ده ساتلې، دا چې ساتل کېږي، په جهاد ساتل کېږي، په یوالي ساتل کېږي، دعلماوو په مسوولیت ساتل کېږي، د مجاهدینو په قربانیو ساتل کېږي.»
د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار فاروق اعظم وايي:«دغه خبره هم تاسو ته کوم،چې خپلواکي یو عزت دی. یو هېواد چې خپلواکي ونه لري، هغه په حقیقت عزت نه لري. هغه روح نه لري. »
فاروق اعظم په خپلو خبرو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځيو پرانېستلو غوښتنې تر څنګ وویل، که دا ستونزه حل نه شي، نړۍ به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو ته زړه ښه نه کړي.
هغه زیاته کړه:« یوه خبره هغوی ( نړیوالو) ټېنګه کړې او د ملت غوښتنه هم همدا ده،چې هغه د نجونو د زده کړو ده. زه یوه سپين ګیري په توګه وایم،چې دا مسله په مصلحت د امارت حل کړئ.که دا مسله حل نه شي، شل کاله هم اسلامي امارت غربي نړۍ پر رسمیت نه پېژني. دا ستونزه د اسلامي امارت ده، د نجونو زده کړه حق ده.»
مراسمو ته د اسلامي امارت اعلامیه هم واورول شوه،چې په کې ویل شوي، د اسلامي امارت اوسنی حکومت د آزادۍ لوړ ارزښت ته ژمن او له نړۍ سره د ښو سیاسي تعاملاتو غوښتونکی دی.
که څه هم د اسلامي امارت له لوري د مرکز کابل په شمول په ولایتونو کې هم د لویو او وړو ناستو په جوړولو دغه ورځ ونمانځل شوه، خو په عامه توګه سږ کال دا ورځ کم رنګه او نمانځل يې يوازې د خواله رسنیو تر کاروونکو محدوده وه.