Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

وانګ یو: افغانستان کې د امریکا حضور پر مهال ترهګري دوه برابره زیاته شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/18

 په کابل کې د چین سفیر  وانګ یو  د چهار شنبې پر ورځ د «۱۴۰۱ کال د زمري پر ۲۶ مه» د یوه خبري کنفرانس پر مهال د چین  او ټایوان موضوع ترڅنګ د افغانستان پر روان وضعیت کورنیو او نړېوالو رسنیو ته مالومات ورکړل.

وانګ یو وايي،امریکا په افغانستان کې له خپل شل کلن حضور سره یوازې د دې هېواد بنسټونه ونړول،چې په پایله کې یې جګړه کلونه اوږده او اداري فساد اوج ته ورسېد.

وانګ یو زیاته کړه:«د امریکا لخوا د افغانستان ۲۰ کلن اشغال له افغانانو سره مرسته ونکړه،ترڅو پرمختګ وکړي،خو یادې جګړې د افغانستان بنسټونه ونړول،چې په نهایت کې د اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند د ښه کېدا مخه یې ډب کړه. تېر کال یې خپل سرتیري واېستل او افغانان یې په سختیو کې پرېښودل.» 

وانګ یو وايي،امریکا د افغانانو له کلتوري ارزښتونو سترګې پټولې او غوښتل یې د خپلې خوښې ولسواکي پلې کړي،چې یوازې یې ګډوډي وزیږوله. 

دغه چینایي ډیپلومات افغانستان کې د امریکا حضور یرغل یاد کړ او زیاته یې کړه،چې حضور یې یوازې ترهګریزې دوه برابره زیاتې کړي دي.

وانګ یو زیاتوي:«امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې دوه مخي کړې،چې پایله کې یې افغانستان کې د ترهګرو ډلو شمېر له لسو شلو ته پورته شوی دی. د افغانستان ملي حاکمیت ته په نه کتو د امریکا بې پیلوټه الوتکې لا هم د افغانستان پر فضاء ګرځي. د ترهګرۍ ضد مبارزه باید د یوه هېواد د ملي حاکمیت په بیه نه وي.» 

په ورته وخت کې وانګ یو وايي، امریکا د افغانستان بانک د پانګې کنګل کولو سره د افغانانو له جیبونو غلا کوي.

هغه زیاته کړه:«د امریکایي سرتیرو له وتلو وروسته دغه هېواد پر افغانستان اقتصادي او مالي بندیزونه ولګول،پیسې یې ورته کنګل کړې او د بیوزله افغانانو له جیبونو یې پیسې غلا کړې. اوس

افغانان د دې توان نه لري،چې خپلې لومړنۍ بشري اړتیاوې پوره کړي.» 

چین که څه هم اسلامي امارت پر رسمیت نه پیژني،خو وانګ یو وايي،هیڅکله یې افغانستان نه دی پریښی او نه یې هم سفارت تړلی دی.

له دې سره هغه وايي،هڅې روانې دي،چې د دوړاو هېوادونو ترمنځ روانې اړیکې لا ژورې شي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist