Skip to content
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ ( یوناما) د افغانستان اسلامي امارت د حاکمیت يوه کال ته په اشارې ویلي،اوس هم فرصت دی،چې اسلامي امارت د خلکو ستونزو حل لپاره جدی کار وکړي.
یوناما پرخپله ټویټرپاڼه لیکلي،دوی له هغه چا سره د ښو تعاملاتو غوښتونکي دي،چې د خلکو بشري حقونو ته درناوی ولري.
یوناما زیاته کړې:« د طالبانو لپاره د فرصت یوه کړکۍ پاتې ده،چې اړین اقدامات وکړي، د افغانستان پرمختګ زمینه برابره کړي او افغانانو ته هېلې ورکړي. له بدلون پرته حالات نور هم خراب کیږي. نړیواله ټولنه یوازې له هغوی سره تعامل کوي،چې د ټولو حقونو ته درناوی وکړي او د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي.»
د سیاسي چارو تحلیل کوونکي بیا وايي، که د افغانستان اسلامي امارت په اوسني لیدلوري کې تغیر راولي، ګټه به يې د راتلونکي افغانستان او خلکو لپاره وي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی زرعلي معروف وايي:« که چېرته طالبان په خپلو کړنلارو کې مثبت بدلون رامنځته کړي،له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي، نړیوالو سره سم تعامل وکړي،د بشر حقونو ته درناوی وکړي او په داخل کې له ملته مشروعیت تر لاسه کړي، نو زه فکر کوم،چې دا به د دوی لپاره د تل پاتې نظام لامل وګرځي.»
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی احمد خان اندړ وايي:« د ملګرو متلونو له قانون سره سم،چې هغوی د یوه هېواد د رسمیت پېژندلو لپاره۳۰ مادې لري، يوه په کې دا هم ده، کوم هېواد کې چې بشر حقونو نه مراعت کیږي،هغه به په رسمیت نه پيژني،نو زموږ د ټولو افغانانو غوښتنه دا ده،چې د اسلامي امارت چارواکي دې د نړۍ هغه غوښتونې ومني،چې د افغانانو له اسلامي او ملي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي.»
د افغانستان اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي بیا وايي، د تېر کال په جریان کې يې د افغان ښځو په ګډون د خلکو ټولو غوښتنو ته ځای ورکړی او دې برخه کې په جدیت کار کیږي،تر څو د ښځو په ګډون د ټولو بشري حقونه ورکړي.
کريمي زیاته کړې:« کله چې تېر کال اشغال پای ته ورسېد، هېواد ازاد شو، اوس د اسلامي امارت ټول تمرکز پر دې دی،چې د هېواد پرمختګ لپاره،د اقتصاد لپاره د هېوادوالو د ټولو حقونو د تحفظ او اعادې لپاره کار وشي او په دې برخه کې اسلامي امارت ډېرې لاسته راوړنې هم لري. تاسې پوهیږئ، بودیجه په خپله تکمیل شوه، پروژې پرانېستل شوې، همدا راز د لس میلیونه په شااوخوا کې د مکتبونو زده کوونکې لرو او همدارنګه اسلامي امارت خدمات عرضه کوي.»
له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو پرانېستل او د کار اجازه، د بیان آزادۍ ته ژمنتیا، ټولګډونه حکومت او خلکو ته د بشري حقونو ورکړه،هغه موارد دي،چې نړۍ يې اسلامي امارت سره د تعامل سره کرښه یادوي.