Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

په خواله رسنیو کې د اګسټ ۱۵ په بېلابېلو نومونو یاده شوې 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/16

د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګسټ میاشتې ۱۵ مه  د افغانستان اسلامي جمهوریت سقوط وکړ او اسلامي امارت واک ته ورسېد. 

مخکېنی ولسمشرمحمد اشرف غني  او لوړ پوړي چارواکي له هېواده ووتل، د اسلامي امارت چارواکي او سرتېري بیا کابل ته ننوتل او ماښام ناوخته یې پر ولسمشرۍ ماڼۍ خپله ولکه ټینګه کړه.

خواله رسنیو کې د اوسنیو او مخکنیو چارواکو اندونه او احساسات د دغې ورځې په اړه مخالف دي.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد، دیوه انځور په خپرولو د اګسټ پنځلسمه د حق د بریا ورځ یاده کړې. 

مجاهد وايي:«پر باطل د حق د بریا ورځ دې ټولو دین پالونکو افغانانو ته مبارک وي.» 

په خواله رسنیو کې د افغانستان اسلامي امارت پلوه فعالانو دا ورځ د خپلواکۍ ورځ بللې ده.

د اسلامي امارت یو تن پلوی:« نن د اګسټ  ۱۵ مه، د امریکا او د هغوی د همکارانو د اشغال پر وړاندې د اسلامي امارت د بریا ورځ ده.» 

د مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال او د جمهوریت چارواکو د اګسټ ۱۵ مه یا د زمري ۲۴مه  بیا  توره ورځ یاده کړې.

د مخکېني ولسمشر مرستیال امرالله صالح وايي:« د زمري ۲۴مه زموږ په کایزه کې تور ټکی دی، له دې اسارته وتل حتمي دي.» 

د مخکېني حکومت د ملي دفاع وزارت مرستیال شاه محمد مېاخېل بیا وايي:«د اګسټ ۱۵  مه  د افغانستان معاصر تاریخ تر ټولو توره ورځ ده.» 

فعالان د اګسټ پنځلسمه توره او سپینه ورځ بولي، په خواله رسنیو کې پرې د جمهوریت او اسلامي امارت پلویان په تودو بحثونو بوخت دي، خو ډېری نور بیا د افغانستان له نامالوم راتلونکې نه پوهیږي،چې رښتیا هم افغانستان کومې خواته روان دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist