Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

یو شمېر پخوانیو سیاسي ګوندونو انلاین ناسته کې د ا.ا پر وړاندې د مقاومت اعلان وکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/15

د هېواد یو شمیر پخوانیو سیاسي ګوندونو،جمیعت اسلامي،جنش اسلامي او وحدت اسلامي مشرانو او غړو،چې له افغانستانه بهر اوسیږي،په یوه انلاین ناسته کې د مقاومت په نوم شورا اعلان او د اسلامي امارت پرضد یې پر جګړه او مقاومت ټینګار وکړ.

کارپوهان وايي،د دغو پخوانیو څیرو دغه مجمع د پردیو لپاره کار کوي،چې په تیرو ۴۰ کلونو کې یې ولس ته خپل امتحان ورکړی او نور د باور وړ نه دي.

دوی وايي،ولس باید د داسې حرکتونو پر وړاندې ودریږي او له اوسني نظام ملاتړ وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي:« د مقاومت جبهې ترنامه لاندې،چې کومه مجموعه موږ او تاسو ولیده،دا د جاسوسانو،خاینانو غلو،جنګ غوښتونکو او فاسدینو هغه مجموعه ده،چې د تیرو څلور لسیزو راهیسې دا ملت د دوی له لاسه کړیږي،ملت باید د دوی پروړاندې ودریږي او له اوسني نظام ملاتړ وکړي.» 

ځینې په دې باور دي،چې د دغو څیرو خبرې او نظرونه کوم ځای نه نیسي او نه کومه پایله ورکوي. 

سیاسي فعاله ډیوه پتنګ وايي:« دوی افغان ولس ته خپل امتحان ورکړی دی،اوس ولس د دوی نظرونو او تګلارو ته ارزښت نه ورکوي او د دوی دغسې ناستې او نظرونه کوم ځای هم نه نیسي.» 

د تیر حکومت ځینې چارواکي هم د مقاومت شورا په نوم له حرکت سره مخالف دي او وايي، د افرصت طلبه څیرې دي،چې غواړي یو ځل بیا افغانستان او نظام ته سرخوږی  جوړ کړي.

د کورنیوچارو پخوانی وزیر عمر داوود زی وايي:«دوی په نورو ملکونو کې ښه او اشرافي ژوند لري او بل فرصت ته منتظر دي،چې بیا ولس، افغانستان او نظام ته درد سر جوړ کړي.»

مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني هم پردې ټینګار لري،چې دمقاومت په نوم له حرکت نه ملاتړ کوي او نه یې هم مخالف دی،خو افغان ولس دې پوه شوي،چې دوی پر سمه لار روان نه دی. 

غني زیاته کړې:« زه نه ترې دفاع کوم او نه یې غندم او پر خلکو غږ کوم،چې دغه کسان چې په کومې لارې روان دي،دا لار سمه نه ده.» 

یو کال کیږي،چې دغه څیرې بهرنیو هېوادونو ته تښتیدلي دي او په همدې موده کې د اوسني نظام پر وړاندې د وسله وال مقاومت غږونه کوي،خو د ولسونو له لوري ځواب نه دی ورکړل شوی.

کتوونکي په دې باور دي،چې دغه کسان د سیمې او نړۍ ځینې استخباراتي کړیو له لوري جګړې ته هڅول کیږي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist