د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، د ا.ا .ا ته په کار ده،چې په خپلو کړنلارو له سره غور وکړی، ولس او نړیوالو سره د تفاهم ګډه ژبه پیداکړي.
د دوی په باور،تیر یوه کال کې ا.ا.ا کومه ګټه نه ده کړې او نور اړتیا نه شته دی،نړۍ سره دعوه اوږده کړو.
د سیاسي چارو کارپوه امان الله هوتکي وايي:«بدلون ته اړتیا ده. اسلامي امارت باید تغیر راولي،د دې لپاره یې راولي،که یې ګټه کولای،دا یو کال تیر شو،موږ ګټه ونه کړه. له نړوالو سره په دعوه او هماغه جنجال یو. اسلامي امارت ته په کار ده،په ټولو کړنو له سره فکر وکړي،هم په محلي کچه د ولایتونو او ولسوالویو پر کچه ژبه رامنځ ته شي او هم مخالفینو سره ژبه پیداکړي،درییم په نړیواله کچه څنګه کولای شو،نړۍ سره تفاهم ته ورسیږو ،نه داچې دعوه ورسره اوږده کړو.»
ځینې نور بیا وايي، سرپرست حکومت باید په یوه دایمی حکومت بدل شي،د نجونو زده کړو او کار ته اجازه ورکړل شي او دغه راز باید خلکو سره د ښه چلن پالسي عملي شي.
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادی وايي:« طالبان باید درې کاره وکړي،خپل حکومت له سرپرستۍ وباسي، دایمی یې کړي، د نجونو مکتبونه خلاص کړي هغه څه چې د طالبانو زعیم ویلي،په خلکو مهربانه شئ،دا باید تحقق پیداکړي، له خلکو سره ښه چلن وکړي،هغه ورځ یو ۲۰ ښځو مظاهره وکړه،دوی پرې ډزې وکړ. ولې دا کار وشو؟ هرځای کې اړتیا نه ده، ټوپک پورته شي.»
پر اسلامي امارت نیوکې دي،چې یوه کال کې یې زیات فرصتونه ضایع کړل،د خلکو اقتصادي کارو بار وده ونه کړه او په بشري لحاظ نن افغانان له هر بل وخت زیات وږي او بې کاره دي،چې باید د سختو تګلارو له پلي کېدو ډډه وکړي.
خو اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو مشر عبدالحق حماد بیا وايي،په نوي کال کې په اساسي قانون باندې کار کېږي او هڅه کوي،حکومت یې له ستونزو ووځي.
اسلامي امارت په یوه کال کې نړیوال مشروعیت ترلاسه نه ک، له امریکا سره اړیکې نورې هم ترینګړې شوې او نږدې هره ورځ ډلې ډلې ځوانان د اقتصادي ستونزو او بې کارۍ له امله افغانستان پرېږدي.
اسلامي امارت ته فقر، نړیوال مشروعیت او له داعش سره مقابله سترې ننګونې دي،چې ورسره به مخ وي.