د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان بیا دغه راپور له حقیقت لیرې نه ګڼي او زیاتوي،چې اسلامي امارت له نړیوالو سره یو لړ کړې ژمنې نه دي عملي کړي.
ځینې نور بیا په دې باور دي،که د نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې بندې پاتې شي،افغانستان به نور هم منزوي او نړیواله ټولنه به له افغانانو او حکومت سره مرستې او اړیکې محدودې کړي.
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« دا ښکاره خبره ده،چې د نجونو ښوونځیو بند ساتل یا نجونې ښوونځيو ته نه پرېښودل، دا د افغانستان راتلونکی نسل بې تعلیمه کوي،چې له دې سره به افغانستان نړۍ کې سیال هېواد به نه وي او وروسته پاتې هېواد به وي. همدا راز هغه نړیوال بنسټونه او نړیوالې ادارې،چې د بشر حقونو ته ژمنې دي، ښوونځیو ته ژمنې دي،دوی به خپلې مرستې له افغانستان سره نه کوي او نړیوال به افغانستان پر رسمیت نه پېژني، ځکه دلته د بشرحقوق، دنجونو تعلیم تر پښو لاندې شوی دی.»
خو د افغانستان اسلاميامارت مرستیال ویاند بلال کریمي بیا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا دغه راپور د بې اساسه مالوماتو پر اساس جوړ شوی بولي او رد کړی یې دی.
د ملګروملتونو بشرحقونو شورا په داسې حال کې خپلې اندیښنې څرګندوي،چې د اسلامي امارت د راتګ یو کال پوره شو،خو د نجونو ښوونځي نه دي پرانېستل شوي، په ټولو دولتي ادارو کې ښځو ته د کار اجازه نه شته، ګڼ شمیر ښځې له دندو ګوښه شوي او له نا مالوم برخلیک سره مخ دي.