Skip to content
د افغانستان د اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند له حکومتي چارواکو غوښتنه کړې،چې پر ولس مهربانه اوسي.
اخوند،ویلي هغوی چې پر ولس رحم او مهرباني نه کوي،هغوی به د حکومت له لوري هم له رحم سره مخ نه شي.
اخوند د استخباراتو پر غړو هم غږ کړی دی،چې دا فکر له ذهنه وباسي، چې هغه د استخباراتو کارکوونکي دي او هر څوک نیولای شي.
اخوند حکومتي چارواکو ته په خطاب کې وویلي،غرور او تکبر باید له ځانه لرې کړي.
د اسلامي امارت رئیس الوزرا دغه خبرې وروسته له هغې کوي،چې د حکومتي چارواکو د ناسم چلن له امله په دې وروستیو کې شکایتونه زیات شوي دي.