Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ډیویډ پیټریوس: امریکا په افغانستان کې سترې تېروتنې کړي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/11

ډویډ پیټریوس،چې یو وخت افغانستان کې د ناټو ماموریت پرغاړه درلود،په یوه مقاله کې لیکلي، امریکا افغانستان کې د خپل حضور پر مهال سترې تیروتنې کړي دي او امریکا کومه ژمنتیا نه درلوده.

پیټریوس ویلي، افغانستان به راتلونکو څو کلونو کې د افراطي اسلامپالو د ودې مرکز وي. 

هغه زیاته کړې:« امریکا په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور په اوږدو کې سترې تیروتنې کړي دي. او په کراتو ناکام شوي یو. که موږ خپلې تیروتنې اصلاح کړی وی، نو افغانستان سره به زموږ ژمنتیا راتلونکو امریکایي ادارو لپاره ګټورې وای.» 

امریکا افغانستان څخه له وتلو وروسته وویل،دوی به افغانستان له سیمې څاري،چې په دې تړاو پاکستان او یو شمېر خلیج هېوادونو سره د اډو د ورکړې،پرسر راپورونه هم خپاره شول.

عراق او افغانستان کې د امریکا دغه پاتې شوي جنرال افغانستان کې د امریکا ښکیلتیا له امکان لرې کار نه دی بللی،خو کارپوهان بیا وایي،امریکا افغانستان کې ستراتیژیکه ماتې خوړلې او بیا راتګ یې افغانستان ته باوري نه دی.

د سیاسي چارو کارپوه کامران امان  وايي:« د امریکا خلک په مجموع کې د افغانستان په تجاوز پښېمانه دي او امریکا چې کوم نظامي او سیاسي ارزښت درلود،هغه یې په نړۍ کې له لاسه ورکړی دی. زه فکر نه کوم امریکا دې بیا افغانستان کې ځانونه ښکیل کړي. امریکایانو خپل دوستان له لاسه ورکړي،هوکړو باندې ولاړ نه دي،اوکراین کې په انزوا کې دي او ژر به په چین کې هم شي.» 

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی بیا په دې اند دی،چې امریکا نه غواړي،په هېڅ صورت افغانستان د چین او روسیې تر تاثیر لاندې راشي. 

د ځاځي په خبره،امریکا دلته سیاسي او استخباراتي موخې لري او کابل کې د امریکا وروستي بریدونه دلته د امریکا ښکلیتا په مانا بولي.

هغه زیاته کړه:«امریکا په هېڅ صورت نه غواړي،چې پر افغانستان خپل کنټرول له لاسه ورکړي او دا هم نه مني،چې افغانستان د چین او روسیې تر اغیز لاندې راشي.پردۍ جګړه په پردۍ ځمکه موږ د پردیو د سیاسي اهدافو قرباني شو. دوی چې وایي،امریکایان د اګسټ په ۱۵ مه له افغانستانه ووتل،دروغ وایي،اوس هم چې دوی وغواړي،په هروخت کې برید کولای شي،لکه د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري وژل.» 

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم د تېرې جمعې پر ورځ وویل،امریکا افغانستان کې خپله جګړه نه ده پریښي،خو اسلامي امارت بیا بار بار ویلي،دوی خپله خاوره د چا پرضد نه استعمال کوي او نور هېوادونه هم باید دا کار وکړي.

کابل کې د امریکا ډرون برید د افغانستان ملي حاکمیت ننګولی دی او پر اسلامي امارت یې ولسي فشار زیات کړی دی، اسلامي‌امارت پر افغان خاوره د امریکا ډرون برید غندلی، د دوحې له تړونه یې سرغړونه بللې او په اړه یې څيړنې پيل کړي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist