د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا متحده ایالتو ځانګړې پلټونکې ادارې (سېګار) پر مخکېني افغان ولسمشر محمد اشرف غني د هغو لګیدلو تورونو په اړه څېړنې کړي،چې ګواکي له هېواده د تګ پر مهال یې له ځانه سره ۱۶۹ میلیونه ډالر وړي ول.
د یادو پیسو ادعا کابل کې د روسیې سفارت او وروسته بیا تاجکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر هم کړې وه،خو د سیګار تازه څېړنې او موندنې ښیي،چې مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني او ورسره مله ملګرو دومره پیسې له افغانستانه نه دي وړي.
د سیګار راپور یوه برخه:« د ۱۶۹ میلیونو ډالرو پټ ساتل،خورا ستونزمن دي،ځکه د ډالرو غټ نوټ سلګون دی. د دومره پیسو ایښودل نږدې یو نیم متر اوږد، یو متر پلن او یو متر جیګ ځای ته اړتیا لري او یو ټن وزن پیدا کوي،چې په درې چورلکو کې یې وړل ممکن نه ول، ځکه په یادو چورلکو کې ټول ۴۰ کسان هم له هېواده بهر وتلي دي.»
له اشرف غني سره د ملي امنیت شورا د چارو ادارې محدود او کلیدي کارکوونکي او د ځانګړي ساتونکي یې مله ول او ځینو یې چې له سیګار سره خبرې کړي،مني چې له ځان سره یې پیسې لیږدولي،خو میلیونونه نه دي.
هغوی چې د نوم نه ښودلو په شرط سیګار سره خبرې کړي مني،چې له هر یوه سره له پنځه تر لس زره ډالر ول،چې ټولټال پنځوس زره ډالر کیږي.
سیګار د خپلو پټو افغان سرچینو له خولې داسې لیکي.
د سیګار راپور یوه برخه:«د ولسمشر ځانګړو ساتونکو یا پي پي اس مشر کوچي سره له ۱۲۵ تر ۲۵۰ زرو ډالر و او د ملي امنیت شورا مرستیال رفیع فضلي سره تر ۲۴۰ زره ډالر و. له حمد الله محب سره د لپټاپ او بل د دریشی بکس و او له لومړۍ میرمنې رولا غني د درېیو بکسونو له وزنونو ښکاریده،چې ټولې جامې دي.»
سیګار په خپل راپور کې ویلي،په ارګ له ولسمشر غني هغه پنځه میلیونه ډالر پاتې ول،چې د ده خپله شخصي سرمایه وه او هغه خپله دا سرمایه ۲۰۱۵ کال کې له افغان حکومت سره ثبت کړې وه.