د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني په خپلې تازه مرکه کې د جمهوریت پر سقوط او لاملونو غږیدلی او د جمهوریت د سقوط ګوته یې پخوانیو سیاسیونو، امریکا او د ده د واک شریک ډاکټر عبدالله عبدالله ته نیولې ده.
خو د سیاسي چارو شنونکي بیا وايي،غني د تیر نظام د لومړي فرد په توګه د جمهوریت د سقوط مسوول دی او د سولې او جګړې په برخه کې د ده او د ټیم کړنې یې د دې لامل شوې،چې افغانان له داسې یوه حالت سره مخ شي.
د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي:« د اشرف غني مرکه په حقیقت کې یوه هڅه وه،چې ځان ته برات ورکړي،خو دی نور هم پړ وګرځیده او دی د جمهوریت د سقوط مسوول دی او د خاین ټیم یې فساد او کړنې وې،چې افغانان له یوه داسې حالت سره مخ دي.»
د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي:« اشرف غني د تیر جمهوري نظام د اول کس په توګه باندې ځان له ټولو مسوولیتونو خالي کړ،خو حال داچې ټول مسوولیتونه داکټر غني ته د ولسمشر په توګه متوجه دي.»
ځینې نور بیا وايي، نه یوازې محمد اشرف غني بلکې ټول جهتونه د جمهوریت په سقوط کې پړه دي،خو غني باید د ولسمشر په توګه هغه مهال له دغو ټولو مسایلو چې جګړې او سولې په جریان کې روان وو، پرده پورته او له ولس سره یې شریک کړې وای.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« د سقوط په مسله کې ملامتي ټولو پخوانیو چارواکو ته متوجې کیږي او دوی ټول له دې مسلې خبر و او دغه خبرې،چې اوس مخکېنی ولسمشر کوي دا یې باید هغه مهال له ولس سره شریکې کړې وای.»
اخوا د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار بیا دا مني،چې د جمهوریت په سقوط کې د امریکا ترڅنګ ټول پخواني چارواکي او سیاسیون لاس لري،خو مخکینی ولسمشر محمد اشرف غني ونتوانید،چې د سولې پروسه په سمه توګه مدیریت کړي او افغانستان له داسې یوه حالت وژغوري.