Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د سرې میاشتې ټولنه: کندهار کې د بې سرپرسته کورنیو شمېر زیات شوی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/11

 کندهار ولایت کې د سرې میاشتې ټولنې  د مرستون مشر آمین الله  وايي، دغه ولایت کې په دې وروستیو کې د بې وزلو او بې سرپرستو کورنیو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.

آمین الله وايي، مرستون کې د شاملو کسانو او ماشومانو لپاره د زده کړو په شمول  د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې دي او دلته يي ساتنه کوي.

هغه زیاته کړه:«  له دې سربېره په کندهار مرستون کې ۱۲ کورنۍ دي،مجموعې تعداد په انفرادي شکل۷۱ کسان دي،چې په دغه ۷۱ کسانو کې کونډې ښځې، یتمې نجوني، یتمیم هلکان او ډېر عمر لرونکي،چې عمرونه يي تر ۸۰ لا لوړ دي، بې وزله هم وي، بې سرپرسته هم وي، له موږ سره اوسیږي.»

قاري جلال الدین،چې د سرې میاشتې له لوري په جوړ شوي، مرستون کې له کالونو راهیسې ژوند کوي، وايي، د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال د خپلوانو نشتوالي اړ کړی دی،چې نور عمر په مرستون کې تېر کړي.

هغه زیاتوي:« تقریبا د ظاهر شاه په وخت کې زه دلته شامل شوی یم. زما مور او پلار مړه شول. ما خپلوان نه لرل، چې زما حفاظت وکړي،نو زه بیا اړ شوم  او مرستون ته راغلم.»

د سرې میاشتي ټولنه مسوولین وايي، په ټول هېواد کې پنځه مرستونونه لري،چې شااوخوا ۸۰۰ بې سرپرسته کسان په کې ساتي،چې یو شمېر یې رواني ناروغان هم دي.

په دې مرستونونو کې سپین ږیري، ښځې او ماشومان ساتل کیږي،چې د کورنۍ سرپرستان نه لري، بې وزله وي او د ژوند اړتیاوې نه شي پوره کولای.

د کندهار اوسېدونکی محمد آصف وايي:« له دوه کاله زیاته موده کېږي،چې دې مرستون ته راغلی یم. زه مجبوره شوم، کور مې نه درلو، ځای مې نه درلود.»

په هېواد کې جګړو زرګونه کورنۍ بې سرپرسته کړي،چې ډېر کم شمېر یې دا مهال په مرستونونو کې ساتل کیږي.

د سرې میاشتي ټولنه وايي، د دوی په مرستونونو کې ټولو شاملو کسانو ته يې د ژوند پوره اسانیتاوي برابري کړي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist