پر افغانستان د اسلامي امارت د بیا ځلې واکمنۍ یو کال پوره کېږي، اقتصادي بې ثباتي، بې کاري، فقر او بې وزلي، بانکي سیسټم فلج کېدل او له نړیوالو سره پیکه اړیکې هغه څه وو،چې سرپرست حکومت او افغان ولس ورسره دولس میاشتې مخامخ ول.
خو د افغانستان اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي بیا وايي، تېر کال یې له لاسته راوړنو ډک و، سرتاسري امنیت یې تامین کړی او په هېواد کې یې د قدرت جذیرې له منځه وړي.
هغه زیاته کړې:« د اسلامي امارت له بشپړ حاکمیت وروسته په هېواد کې سرتاسري امنیت ټېڼګ شو، د اشغال ټغر ټول شو او په ورته وخت کې هېواد کې یو مزکري پیاوړی نظام رامنځته شو،چې د قدرت جزیرې یې له منځه یوړوې. مذهبي او ژبنیو تفرقو مخه ونیول شوه.»
په ورته وخت کې کریمي وايي، خپلسري او له واک ناوړه استفاده، بډې اخېستنه او پراخ رشوت هغه څه ول، چې د خلکو ژوند یې ننګولی و او د له منځه وړلو غوښتنه یې کیده او په خبره یې دا غوښتنه دوی پوره کړې.
کریمي زیاتوي:« په ورته خت کې د رشوت، زور، ظلم او غصب مخه ونیول شوه او ټول عواید له هېواد څخه په شفاف ډول راټولېږي.د دې په نتجیه کې تاسو پوهېږئ،چې اسلامي امارت په لومړي ځل په حیرانوونکې توګه، په داسې چې هېواد له بندیزونو او جګړې هم راوتلی وه او ګڼې نورې ستونزې ورته متوجې وې، خو بیا هم اسلامي امارت وکولای شو،بې له دې چې پر بهرنیو مرستو اتکاء وکړي، له خپلو داخلي عوایدو یې بودیجه بشپړه کړه.»
اقتصادي بې ثباتي او بانکي سیسټم فلج کېدل، هغه ستونزې وې،چې ډېری سوداګر او خلک ورسره لاس او ګرېوان و، چې لا هم بانکي سیسټم عادي حالت ته نه دی راغلی، خو کریمي وايي، له بندیزونو سره سره یې بانکي نظام له سقوط ژغورلی دی.
د شنونکو باور دا دی، چې اسلامي امارت پر کور دننه ځینې پرېکړې، نجونو زده کړو پر وړاندې محدویتونه، بیان ازادي او ښځو ته د کار اجازه او د حقونو نه ورکول هغه لویې ننګونې او نړیوالې پلمې دي،چې نړۍ سره یې د افغان دولت اړیکې اغیزمنې کړي دي.