Skip to content
د امریکامتحده ایالتو له لوري د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژنې ادعا او د دغې ادعا د ثبوت لپاره د اسنادو نه وړاندې کولو ګڼې پوښتنې او شکونه پیدا کړي دي.
د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان په دې اند دي،که ریښتیا هم په کابل کې د امریکامتحده ایالتو په وروستي هوايي برید کې د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري وژل شوی وي،نو باید نړۍ ته د عملیاتو د صحنې او د ظواهري د مړي ویډیو ګانې او یاهم عکسونه وړاندې کړي.
دوی وايي،په کابل کې د الظواهري د وژنې اعلان هم یو استخباراتي حرکت دی،چې د امریکا متحده ایالتو او سیمه ییز ملګرو یې د خپلې موخې لپاره کړی دی.
د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« که چیرې دا حقیقت لري،نو د امریکامتحده ایالت باید ثبوت وړاندې کړي، د ایمن الظواهري جنازه څه شوه او هغه ویډیو چې د برید له صحنې اخېستل شوې باید رسنیو ته یې وښي .»
خو ځینې بیا وايي، ښآيي دا پر افغان خاوره د امریکامتحده ایالتو وروستی ډرون برید نه وي او د دوام لپاره یې ښايي نه غواړي،چې په کابل کې د الظواهري د وژنې شواهد وړاندې کړي، چې له دې سره به یې اطلاعاتي سرچینې رسوا او عملیاتي کړنلاره افشاء شي.
د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي:« هغه دلیل چې د امریکامتحده ایالت د الظواهري د وژنې شواهد نه وړاندې کوي دادی،چې نه غواړي خپلې اطلاعاتي منابعې او عملیاتي طرزالعمل افشاء کړي،ځکه چې د امریکا متحده ایالتو دغه ډول عملیات ښايي په افغانستان کې ادامه پیدا کړي. د امریکا متحده ایالت ځان اړ نه ګڼي،چې سند وړاندې کړي هغه خپل دښمن پیژني او هر وخت چې وغواړي هغه ویشتلی شي .»
د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج بیا وايي، په کابل کې د الظواهري وژنه او په افغانستان کې د القاعدې شبکې فعالیت د امریکامتحده ایالتو هغه نړیواله پلمه ده،چې اسلامي امارت ته یې جوړه کړې او غواړي،چې یو ځل بیا بېرته را وګرځي او د دوحې تړون هم پر اسلامي امارت پلی کړي.
معارج زیاتوي:« د امریکامتحده ایالت نړیواله پلمه د ځان لپاره جوړوي،چې بېرته دلته راشي او پر طالبانو باندې د دوحې تړون هر ډول چې وي، دا پرې پلی کوي. په دې پلمه چې القاعده او الظواهري دلته وو، داسې پلمې جوړوي او ښايي راتلونکي نورې پلمې هم جوړې کړي.»
کارپوهان په دې باوردي،چې د تیرو څلورو لسیزو راهیسې افغانستان په یو او بل نوم د سیمې او نړۍ د استخباراتو د نیابتي جګړې ډګر دی او زیان یې هم افغانانو ته رسیدلی، له هغې وروسته چې د امریکامتحده ایالتو له لوري په کابل کې د القاعده شبکې د مشر د وژنې ادعا شوې،وېره همدا ده،چې ښايي د نړۍ استخباراتو د افغانستان لپاره د یوې بلې جګړې نوی باب پرانیستی وي او دغه اوسنی نسبي امنیت به هم له افغانانو واخلي.