کریمي زیاته کړه:«په دې اړه د اسلامي امارت پوهنې وزارت له لورې په هماغه لومړیو کې یوه خبرپاڼه نشر شوې وه،چې هلته وضاحت ورکړل شوی وه.»
که څه هم د پوهنې سرپرست وزیر د ښوونځيو د پيل په اړه د ژر شروع کېدو خبره کړې،خو لا مالومه نه ده،چې دغه پرېکړه به څومره ژر عملي او د هغو غوښتنو ځواب شي،چې پر کور دننه او بهر يې غوښتنه کیږي.
نږدې کال پوره کیږي،چې لا هم له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې پاتي او په دې موده کې ولس ته د ښوونځيو د تړلو په اړه قانع ورکوونکی ځواب یا وضاحت نه دی ورکړل شوی.