Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې تېره میاشت څه باندې ۱۸ زره د کورونا مثبتې پېښې ثبت شوي 

روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې تېره میاشت څه باندې ۱۸ زره د کورونا مثبتې پېښې ثبت شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/10

 د روغتیا نړیوال سازمان افغانستنان کې له زلزله ځپلو سیمو او خلکو سره له مرستو نیولې بیا د روغتیاپالانو تر روزنې او د بېلابېلو ساري ناروغیو مخنیوي او واکسین برخو کې فعاله ونډه لري،چې پر دوام یې تازه د تیرې جولای میاشتې راپور خپور کړی دی.

راپور کې ویل شوي،د نورو مرستو سربېره یې یوازې ۴ اعشاریه ۷ میلیونه ډالر له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره ځانګړي کړي، چې په کې د اسهالاتو مخنیوي او درملنې مرکزونو جوړول هم شامل دي.

د راپور یوه برخه:«۲۳۰۵۹۸ خلکو ته روغتیایي خدمات رسیدلي، ۷۱ ټنه روغتیایي او غیر روغتیایي توکي ویشل شوي، ۳۲۱ روغتیاپالان روزل شوي، د ساري ناروغیو خپریدو سیمو ته ۱۰۲ ټیمونه استول شوي او ۳۶۹۶ ناروغانو ته د فزیکي بیا رغیدنې خدمات رسیدلي دي.»

روغتیا نړېوال سازمان په دې راپور کې د ژمي لپاره هم خپل پلان وړاندې کړی او ویلي یې دي،چې د ۱۰ اعشاریه ۴ میلیونه خلکو لپاره یې د ژمي چمتووالي نیولي دي.

د ژمي لپاره یو اعشاریه یو میلیون کسان په لومړیتوب کې نیول شوي،چې ټولټال ورته ۱۸  میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي.

له زلزله ځپلو او سیلاب ځپلو سره د مرستو وراخوا روغتیا نړیوال سازمان د ساري ناروغیو په برخه کې لاندې خدمات ترسره کړي دي.

د راپور یوه برخه:« تېره میاشت په ټول افغانستان کې د کوروناوبا ۱۸۵۷۷۵ مثبتې پېښې، ۱۹۰۵۰ د اسهالاتو پېښې، ۶۴ د ډینګي تبې پېښې، ۶۳۶۵۴ د شري پېښې او ۲۲۹ د کانګو ورته ناورغی پېښې ثبت شوي دي.»

د روغتیا نړېوال سازمان شمېرې ښیي،چې تېره میاشت د هېواد پر کچه دوه اعشاریه یو میلیون کسانو د کورونا وبا ضد واکسین لګیدلی دی.

یاد سازمان همداراز د کورونا وبا مخنیوي لپاره له روغتیا وزارت سره پر همغږی د شپږ روغتیایي مرکزونو تمویل ترسره کوي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist