Skip to content
د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند سیمه کې د شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۱ کال د زمري پر ۱۵ مه» مازیګر څلور بجې چاودنه کې له ۲۰ زیات کسان وژل شوي او ټپيان دي.
عیني شاهدانو شمشاد ته ویلي، پېښه د ځای پرځای شویو چاودیدونکو توکو له کبله وه.
د کابل امنیه قومندانۍ په دغې چاودنه کې ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله تائيد کړې ده.
دامنیه قومندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،چې پېښه کې دوه تنه ملکي کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي.
د کابل ښار شپږمې حوزې اړوند سیمه کې دوه ورځو کې دا دویمه چاودنه ده،چې پر عامو خلکو ترسره کیږي او لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.
ددغو چاودنو مسوولیت د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پر غاړه اخېستی دی.
اخوا دایران ولسمشر ابراهیم رئیسي له دفتر څخه خپره شوې خبر پاڼه کې دغو چاودنو ته غبرګون ښودل شوی دی.
رئیسي دغه بریدونه دمسلمانانو ترمنځ د بې اتفاقۍ د رامنځته کولو هڅې بللې دي.
ددغو بریدونو ډېری قربانیان شعیه افغانان دي،چې د عاشورا مراسمو په لمانځلو بوخت ول.