د لیک یوه برخه:« له بشر حقونو سرغړونو او ترهګرۍ برخه کې د نه همکارۍ په اړه اعلامیې ښې دي،خو موږ په افغانستان کې د خپلو ماموریتونو په لړ کې لیدلي،چې له عمل پرته خبرې هیڅ ګټه نه کوي. اړتیا ده،چې امریکا اوس خپلې خبرې له عمل سره وتړي. ملګري ملتونه باید پر طالب مشرانو د سفر معافیت له منځه یوسي.»
لیک کې د افغان ښځو حقونو، کار او زده کړو په تړاو هم اندېښنه ښودل شوې او ویل شوي، اسلامي امارت ځکه په دې برخه کې انعطاف نه ښیي،چې د نړیوالې ټولنې پر اغیز او اهمیت باور نه لري.
دغو شپږو سفیرانو که څه هم پر امریکا نیوکې کړي، چې د ښځو حقونو او ترهګرو ملاتړ برخه کې یې پر طالبانو لازم فشارونه نه دي اچولي،خو په ورته وخت کې خپله اندېښنه افغانستان کې د امریکا پر نه حضور توجیه کوي.
د لیک یوه برخه:« امریکا اړ ده،چې د خپلو پخوانیو همکارانو د لیږد او له نړیوال بانک سره یو ځای د افغانستان اقتصادي ناورین د مهار لپاره داسې تعامل وکړي،چې د طالبانو مشروعیت او ځواکمنولو سبب نه شي. امریکا باید له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.»
دا پخواني ډیپلوماتان که څه هم پر د اسلامي امارت پر لوړپوړو چارواکو د سفر بندیزونه دومره اغیزمن نه یادوي،خو ټینګار کوي، دا چاره به طالبانو ته وښیي،چې نړیواله ټولنه جدي ده او نور یې زغم پای ته رسیږي.
د لیک یوه برخه:« که امریکا د خپلو خبرو عملي کولو لپاره څه نه شي کولی، نو بیا یې خبرې بې ګټې دي. افغان ښځې به بې ملاتړه پاتې شي او له افغانستانه به ترهګرۍ ګواښ هم پر ځای پاتې شي. مهمه نه ده،چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر او نور چارواکي څه وایي.»
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان کې د نجونو ښوونځیو تړلو په غبرګون کې د اسلامي امارت پر پوهنې او لوړو زده کړو سرپرست وزیرانو د سفر بندیزونه لګولي،خو اغیزمن نه یادیږي.