د صدیقي په خبره، کارخونه کې تر دې دمه د ۴۰ تنو په شااوخواکې مامورين پر کار بوخت دي او نېږدي ۲۵۰ تنو ته په کې د کار زمينه برابره شوې.
صدیقي زیاته کړې:« زموږ د کارخونې دو لینه فعاله دي. په ترمیم یې بوخت یوو. په فعالېدو سره به یې۲۵۰ تنه پر کار شي. دا هر یوه،چې لس نفره کورنۍ حساب کړې، نو ډېرو کورنیو ته د نفقې زمینه برابریږي او بل هېواد ته د تګ اړتیا نه پیدا کېږي. که چېرته مو سیلو فعاله شي، په اقتصاد کې به ډېره ګټوره تمامه شي. موږ د مزار له نانوایانو، قوماندانۍ، پوهنتونونو او ملکي روغتونونو سره خبرې وکړې،څو د ډوډیو قراردادونه له موږ سره وکړي او دوی هم خوښ شول.»
د بلخ سېلو د ډوډۍ پخونې څانګې آمر انجنیر محمد محسن بیا وايي،ياده څانګه کې د ډوډۍ داش،د بخار لابراتوار او د ډودۍ خمېره کولو ځای شتون لري،چې د يو شمېر انجنيرانو او فني کارکوونکوپه مرسته به کارخونه په نېږدې موده کې پر کار پېل وکړي.
هغه زیاته کړه:«مسوولین غواړي،دا کارخونه بیا فعاله کړي. زه بېرته راغلم او خپلې چارې مې دلته پيل کړې. له مودو راهیسې بنده وه. اوس ډېر خوښ یم،چې بیا فعالیږي او په فعالېدو سره به یې یو څو تنو ته د کار زمینه برابره شي.»
غلام فاروق چې په ياده توليدي کارخونه کې انجنير دی، د کار او دندې ترڅنګ له مسوولينو د يادې کارخونې غيرفعاله برخو د بيارغونې او فعالولو غوښتنه کوي.
فاروق د يادې کارخونې بيا فعاليت ته خوښي څرګنده وي او وايي،په فعاله کېدو سره به يې پر کور دننه سلګونه ځوانان پر کار بوخت شي.
فاروق زیاتوي:« د بلخ سیلو ریاست د مسوولین هدایت پر بنسټ، دا سیلو باید فعاله شي. کابو۳۰ کاله کېږي چې دا سیلو غیرفعاله ده. که چېرته فعاله شي ۲۴ ټنه اوړه په ډوډۍ بدلولی شو.»
د بلخ سیلو کارخونه په ۱۳۶۲ کال کې د شوروي اتحاد په مرسته د مزار شريف ښار سويل لورې ته جوړه شوې وه،چې تر ۱۳۷۵کال پورې د نظامي برخو سرتيرو ته یې ډوډۍ تياره وله،چې د وخت په تېرېدو او د مسوولينو نه پاملرنې له امله شااوخوا۳۰ کاله غيري فعاله پاتې شوه،چې اوس مهال هېواد کې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو را وروسته یې کاري چاري بشپړې شوي او ښایې نېږدو ورځو کې به پر فعالیت پیل وکړي.
د بلخ ولايت د سيلو کارخونه د کابل سیلو له کارخونې وروسته په هېواد کې دا دویمه لویه توليدي کارخونه ده،چې فعالیت پیل کوي.