دوی ټینګار لري،چې د نړۍ بارو ترلاسه کولو لپاره دې اسلاميامارت د دوحې هوکړې ټول موارد عملي کړي او نړۍ ته دې ثابته کړي.چې افغانان نور له ترهګرۍ ستړي دي،ارام او پر نړیوالو اصولو برابر ژوند غواړي.
د سیاسي چارو شنونکی صادق شینواری وايي:« نړیوالو ته اوس دا پلمه په لاس ورغلې او دلته په افغانستان کې یې د القاعدې مشر په نښه کړی دی او طالبان نه دا موضوع تائیدوي او نه یې ردولی شي. اوس طالبانو ته پکار ده،چې هغې هوکړې ته،چې په دوحې کې شوي دي،پرهغې عمل وکړي او ورته متعهد پاتې شي،ترڅو ورته د رسمیت پیژندنې زمینه بیا برابره شي.»
د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج بیا وايي، د الظواهري په وژنې سره اوس امریکامتحده ایالتو دا ثابته کړه، چې اسلامي امارت له القاعدې سره اړیکې لري او د دوحې له هوکړې یې سرغړونه کړې.
د معارج په خبره، د اسلامي امارت لپاره د سپیناوي یوازینۍ لار د دوحې پر هوکړه عمل دی او ښايي له دې کار سره یو ځل بیا نړۍ ورسره د سیاسي اړیکو ټینګښت لپاره زړه ښه کړي.
هغه زیاته کړه:«داچې وژل شوی کس الظواهري دی او که نه،خو د امریکا متحده ایالتو په لویه کچه دا ثابته کړه،چې طالبان له القاعدې سره اړیکې لري او د دوحې تړون یې نقض کړی دی. طالبانو ته په کار ده،چې دا ثابته کړي، که چیرې له القاعدې سره اړیکې نه لري او دا کس الظواهري نه دی،له دې باید دفاع وکړي او نړۍ ته باید دا ثابته کړي او یاهم د دوحې تړون درېیم بند په پشپړه توګه عملي کوي، له دې پرته بله لار نه شته.»
پخوانۍ دیپلوماته شکریه بارکزۍ بیا وايي،په کابل کې د القاعده شبکې پر مشر د امریکامتحده ایالتو ډرون برید د دې ښکاروندويي کوي،چې د افغانستان اوسنی نظام پر خپلې فضاء کنټرول نه لري.
بارکزۍ وايي، اسلامي امارت ته په کار ده،چې په خپلو کړنو کې بدلون راولي او هغه ژمنې دې عملي کړي،چې په نړیوالو کنفرانسونو کې یې له نړۍ سره کړي دي.
هغه زیاته کړه:« د افغانستان په خاوره د بهرنیو ترهګرو ډلو د امریکامتحده ایالتو د ډرون استعمال د دې ښکارندويي کوي،چې لاهم د افغانستان فضاء او جغرافیه اسلامي امارت بشپړ حاکمیت نه لري او که چیرې طالبان وغواړي،چې نن هم په خپلو کړنو کې بدلون راولي او مطلقا یوه نوې صفحه چې لکه څنګه،چې دوی د دوحې په تړون کې ویلي ول، پرانیزي او د هغې په شان عمل وکړي،کیدای شي د دې امکان وي،چې نړۍ یې پر رسمیت وپیژني.»
د افغانستان اسلامي امارت بیا وايي، په دې تړاو یې څېړنې روانې دي او د تحقیقاتو له بشپړېدو وروسته به خپل دریځ وړاندې کړي.
د تیرې شنبې په ورځ د کابل په شیر پور سیمه کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکامتحده ایالتو په هوايي برید کې ووژل شو،خو تر دې مهال اسلامي امارت په دې تړاو څه نه دي ویلي او نه یې هم په افغانستان کې دالقاعده شبکې د مشرانو حضور تائید کړی،خو تل یې ټینګار پر دې وي،چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.