Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلیلزاد د سولې خبرو لپاره نن اسلام اباد ته ځي

خلیلزاد: له امریکا سره ښايي ځېنو طالبانو د الظواهري په وژنه کې مرسته کړې وي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/04

د افغانستان اسلامي امارت نړۍ ته د ایمن الظواهري په سپیناوي کې تر اوسه پورې غلی دی او د سیمې هغه هېوادونه،چې د افغانستان له اړخه یې د القاعده او داعش  وېره څرګندوله،هغوی هم  الظواهري په تړاو غلي دي.

امریکا د الظواهري له وژلو څلور ویشت ساعته وروسته د برید له یو اړخ پرده پورته کړه او سم لاسي د ملامتۍ ګوته حقاني شبکې ته نیول شوې ده.

د امریکا دامنیت شورا سلاکار جک سلیوان او د افغان سولې لپاره د امریکامتحده ایالتو پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، حقاني د ایمن الظواهري په اړه پوهېده،خو دوی سره یې په وژنه کې ځینو طالبانو ښايي مرسته کړې  وي. 

خلیلزاد زیاته کړې:« داسې امکان شته دی،چې ځینو طالب مشرانو دا مالومات درلودل،خو زه ډاډمن نه یم،چې ټوله رهبري خبره اوسي، داسې ښکاري،چې حقاني ډله چې د طالبانو مهمه برخه ده،په دې خبر وو. دا احتمال هم شته دی، چې ځینې طالبان له دې کار ناخوښ وو او دایې د دوحې د هوکړې نقض باله او ویلی شم،چې هغوی له  موږ سره د موقیعت په نښه کولو کې مرسته کړې اوسي.» 

اخوا د امریکا متحده ایالتو د ملي امنیت ستراتیژیکو اړیکو همغږی کوونکی جان کربي بیا وايي، اوس هم طالبان د  دوی تر څار لاندې دي او په دې پوهیږي،چې طالبان څوک ساتي او له چا ملاتړ کوي.

په ورته وخت کې کربي وايي، اسلامي امارت هڅه وکړه،چې له برید وروسته شواهد پټ وساتي.

کربي   زیاته کړه:«موږ طالبانو ته دا روښانه کړه،چې موږ پوهېږو، چې دوی څه وکړل او موږ پوهېږو،چې دوی له چا ساتنه کوي؟ موږ ځینې هغو ګامونو باندې هم پوهېږو،چې دوی هڅه وکړه تر حملې وروسته شواهد پټ کړي، نو دوی زموږ له څار پناه نه دي.» 

له دې سره د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی توماس نیکلاسن،چې تاشکند ناسته کې یې له طالبانو سره ګډون کړی وایي،هغه شکونه چې د اسلامي امارت په تړاو موجود وو،هغه لا زیات پیاوړي شول.

د نیکلاسن پر وینا، اسلامي امارت د تاشکند په  کنفرانس کې هڅه کوله،چې نړیوالو ته قناعت ورکړي. 

هغه زیاته کړه:« تېره اونۍ د تاشکند په ناسته کې موږ له طالبانو واوریدل،چې د دې هڅه یې کوله،چې نړۍ ته قناعت ورکړي،چې د افغان ولس ملاتړ کوي او پر ټوله خاوره یې کنټرول شته دی. هغوی پر خپلو هغو ژمنو هم ټینګار درلود،چې افغانستان به د ترهګرو پر پټن ځای بدل نه شي،خو په کابل کې د ایمن الظواهري وژل کېدو د طالبانو په تړاو د خلکو شکونه لا زیات او پیاوړي کړل.» 

په کابل کې د ایمن‌الظواهري له وژلو راپدیخوا د افغانستان اسلامي‌امارت پر نړیواله کچه له مخالفت سره مخ دی.

باوري سرچینې وایي، د افغانستان اسلامي امارت د یوه مناسب غبرګون لپاره د برید په اړه تحقیقات او په خپلو کې سلا مشورې پیل کړي دي.

اوس به ولیدل شي،چې په دې اړه اسلامي امارت څه کولی شي،خو نړیوال باور یې خورا ټیټې کچې ته رالوېدلی دی.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist