Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا کې د سولې انسټیټیوټ: کابل کې د الظواهري وژنه ښیي افغانستان لا هم د ترهګرو لپاره خوندي ځاله ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/04

په کابل کې  د امریکامتحده ایالتو لخوا د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري وژل کېدو له ادعا وروسته د دغه هېواد په ګډون اروپایي ټولنه هم نیوکه کوي،چې د طالبانو خبرو او عمل ترمنځ واټن موجود دی.

د امریکامتحده ایالتو د سولې انسټیټیوټ په تازه تحلیلي لیکنه کې ویلي، د امریکا متحده ایالت په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو او بشر حقونو تامین لپاره له اسلامي امارت سره تعامل پیل کړ،چې ښایي د الظواهري برید وروسته پرې له سره کتنه وشي.

په دې تحلیل کې ویل شوي، د کابل شیرپور هوایي برید ښایي هغه خبرې هم اغیزمنې کړي،چې د اسلامي امارت او د امریکامتحده ایالتو ترمنځ د افغانستان کنګل شویو پیسو په اړه شوي دي.

د امریکا سولې انسټیټویټ راپور یوه برخه:«کابل کې پر الظواهري هوایي برید د دې ښکارندویي کوي،چې د طالبانو مشران اوس هم لېواله دي،چې د القاعدې ډلې مشرانو ته پناه ورکړي او دا چاره به د امریکا روان تعامل اغیزمن کړي. اوس به د امریکا او نورو هېوادونو لپاره ستونزمنه وي،چې له طالبانو سره خپل عملي تعامل توجیه کړي.» 

اخوا  د چین بهرنیو وزارت مرستیالې هووا چون ینګ  بیا کابل کې د سي آی اې لخوا ترسره شوي برید ته کلک غبرګون ښودلی او  د امریکامتحده ایالت یې د ترهګرۍ ضد فعالیتونو کې په دوه مخۍ تورنه کړي دي. 

هغې زیاته کړه:«کابل کې د چین  هوایي برید د ترهګرۍ د ټولو ډولونو خلاف کار دی. د ترهګرۍ هر ډول باید وځپل شي او باید دوه مخي ونه شي. د ترهګرۍ ضد عملیات باید د یوه هېواد د ملي حاکمیت د نقض کولو په بیه نه وي. چین تل د ترهګرۍ خلاف دی او موږ پر نړیواله کچه د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې ونډه اخیستې ده.» 

نړۍ که څه هم اسلامي امارت د دوحې هوکړې پر نقض تورنوي،خو اسلامي امارت بیا وایي، له افغانستان څخه یې نورو هېوادونو ته د  ګواښ نه پېښېدو ژمنه کړې،خو له چا سره یې دا نه ده منلې،چې له ډلو سره به اړیکې پرې کوي.

اسلامي امارت تر دې دمه د الظواهري مړینه نه ده تائید کړې او ویل کیږي چې په دې تړاو لا هم څیړنې روانې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist