Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني د تېرې جمعې پر ورځ له هندي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، د القاعده ډله په افغانستان کې نظامي شتون نه لري او سیمې او نړۍ ته ګواښ نه شي پیښولای.
حقاني ویلي،لکه څرنګه،چې یې له نړۍ سره ژمنه کړې او څه ډول چې ټوله اسلامي نړۍ د داعش خلاف ده، دوی یې هم د کنټرول او له صحنې د اېستلو اراده لري.
حقاني په دغه مرکه کې،چې د تېر جولای میاشتې په ۲۹ مه نېټه شوې، ویلي، د دوحې تړون چې د دواړو لورو ترمنځ لاسلیک شوی، ورته ژمن دي او د دوی له لوري عملي شوی.
خو د دغې مرکې په سبا، د جولای پر ۳۰ مه د د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړ،چې کابل کې امریکايي ډرون برید کړی او د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري یې په نښه او له منځه وړی دی.