د سیاسي چارو کارپوهان په دې اند دي،چې د نړۍ هېوادونه د خپلو ملي ګټو پر اساس په مسایلو کې دخیل او یا هم نظر ورکوي او د امریکا متحده ایالت هم همدې ګټو ته په کتو دا ډول څرګندونې کوي.
د افغانستان واحد ملت او یووالي بهیر مشر ډاکټر محمد زلمی افغانیار وايي:« نن که د نړۍ هېوادونو مشران او چارواکي د افغانستان پر موضوع خبرې کوي، دوی خپلې ګټې په پام کې نیسي. دوی که څه هم د افغانانو په تړاو څرګندونې کوي، خو۲۰ کاله یې دلته تېر کړل او داسې حکومت یې جوړ نه کړ،چې افغانان په کې له اسلام کلا تر تورخمه او له واخان تر نیمروز پورې په هغې کې سهیم وي.»
که څه هم نړیوالو په ځلونو د افغانستان له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره خپل شرایط وړاندې کړي،د بشرحقونو درناوی،ښځو ته د کار حق ورکول او له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو بېرته پرانېستل یې له مهمو او لومړنیو شرطونو دي، خو تراوسه دا ټول نه دي، منل شوي.
د سیاسي چارو کارپوه محمد صدیق شینواری وايي، افغان حکومت دې د دایمي ثبات، پرمختګ او له نړیوالو سره تعامل ته د رسیدو لپاره خپل دریځ کې نرمښت راولي.
شینواري زیاته کړه:«که طالبان وغواړي،د نړیوالو له خوا پر رسمیت وپېژندل شي او له دغه مبهم حالته ووځي، باید په خپل درېځ کې نرمښت راولي. که دا حالت دوام وکړي، د طالبانو او نړیوالو ترمنځ به نور واټن هم زیات شي او حالت به بهراني شي او مخالفینو او نورو ډلو ته به پرمختګ زمینه برابره شي.»
د افغانستان لپاره د آمریکامتحده ایالتو سفارت شارژدافیر ویلي، طالبان باید د دوحې ژمنې عملي کړي او افغانستان نباید د ترهګرو ډلو او وسله والو په ځاله بدل شي.
وړاندې له دې هم ځينو هېوادونو په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړیدو غوښتنه کړې،خو اسلامي امارت بیا وايي، په سرپرسته کابینه کې یې د ټولو قومونو استازي شته او حکومت یې ټولګډونه دی.
ومو غوښتل،چې د اسلامي امارت د ویاندویانو نظر هم په دې اړه ولرو،خو په بار بار اړیکو هم پر دې بریالي نشو.