یو تن ناروغ محمد رسول وايي:«دلته خو دا کسان عصبي ناروغي لري،څوک چیغې وهي او څوک غزلې وايي. وروره! دغه خبره ده. زه خپله هم ښه نه یم،بس دلته ناست یو. ډوډۍ راکوي. د پسه غوښې راکوي، د ماښام له خوا وریجې راکوي، چای راکوي. هرڅه راکوي.»
په دې مرستون کې داخل ناروغان د خوراک او د اوسېدلو د ځای په اړه شکایت نه لري،خو وايي، د درملنې لپاره يې ورته کافي اندازه درمل نه شته دي او له مسوولینو غواړي،چې د ښې درملني لپاره دې ورته امکانات برابر کړي.
یو تن ناروغ محمد قسیم وايي:« دلته نه درمل او نه هم ډاکټران شته. دا ټول عصبي ناروغان دي. موږ له حکومته دا غوښتنه لرو،چې ډاکټران او درمل راولېږي،ترڅو ددې عصبي ناروغانو سمه درملنه وشي.»
د دغه مرستون چاري تر دا مهاله د کندهار د والي په شخصي لګښت پر مخ ځي،خو مسوولین يې وايي،دغه مرکز به د هغو ناروغانو د تداوي پر موخه نور هم پراخ کړي،چې ساتنه او درملنه يې سخته ده.
د مرستون مشر مولوي سلام آغا وايي:« د دې مرستو ټول لګښت والي ورکوي. شااوخوا ۱۰ یا ۱۵ ورځې کېږي،چې جوړ شوی دی. په دې مرستو کې ۳۷ کسان دي،چې په دې کې به خامخا ښکته او پورته خبره راځي. تر خپله وسه پورې خدمت کوو.»
په کندهار کې تر دا مهاله د عصبي او رواني ناروغیو د تشخیص او د ناروغانو د درملني لپاره کافي امکانات نه شته دي، خو مسوولین وايي،هڅه یې داده،چې اوس په دې برخه کې د شدیدو ناروغانو لپاره ځانګړی مرکز جوړ کړي.
جګړه، فقر، کمزوری اقتصاد، وزګارتیا او د نشه يي توکو استعمال د عصبي او رواني ناروغیو لوی لاملونه بلل کیږي.