Skip to content
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمن کېدو سره په زرګونو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او د زیربینایي پروژو کارونه هم پر ټپه و دریدل.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام بار بار په دې تړاو اندېښنه ښودلې او اوس تازه یې بیا ویلي،چې له ۷۰۰ زرو زیات کسان بې دندو شوي او اقتصاد وضعیت په بې سارې توګه را لوېدلې دی.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام راپور یوه برخه:« له تیر کال راهیسې تر دې دمه افغانستان کې ۷۰۰ زرو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي او اقتصاد ۲۰ سلنه را لویدلی دی. اوس نړیواله بې وزلي ۹۷ سلنه ته پورته شوې، خو ټول له دې وضعیت څخه نه دي ناهیلي شوي.»
په ورته وخت کې یاد پروګرام وايي، په افغانستان کې د بیارغونې، کرنې او صنعت پرمختګ ته ژمن دي او ملاتړ یې کوي.
یاد پروګرام ژمنه کړې،چې تر راتلونکو اته کلنو به میلیونونه افغانانو ته د دندو پیدا کولو کې مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د راپور یوه برخه:« ملګري ملتونه افغانستان کې د سوداګرو ښځو او له خصوصي سکټور سره د ټولنې پر مشرۍ بیارغونه رهبري کوي،چې هیڅ کله یې کارونه نه دي دریدلي. د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام له کرنې تر صنعت پورې د ارزښتونو ملاتړ کوي او تر ۲۰۳۰ کاله به له ۱۲ میلیونه زیاتو کسانو ته د دندو پیدا کولو کې مرسته وکړي.»
اخوا د اقتصادي چارو کارپوهان بیا د بې کارۍ کچه له دې زیاته بولي او د را کمولو لپاره د ملګرو ملتونو دغه طرحه ناکامه بولي.
اقتصادپوهان د دې ستونزې دایمي حل د افغان حکومت تر څار لاندې د نړیوالو مرستو لګول او د لویو زیربنايي پروژو پيل کول بولي.
دوی وايي، دا چې په تیرو څو لسیزو کې ملګرو ملتونو په ملیاردونو ډالر افغانستان کې مصرف کړي او له ۶۰ سلنه زیات مصرفونه یې په خپل ځان کړي، نو ځکه یې د مرستو معثریت کم دی.
د اقتصادپوهانو په خبره غوره داده،چې د بې کارۍ د کمولو لپاره دې پاتې او نورې مرستې دې د افغانستان د داخلي بودیجې له لارې مصرف شي او یا دې حاکم حکومت ته ورکړل شي،چې په سترو پروژو کې ترې ګټه واخلي.