Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 د کابل پوهنتون زده کړیالان: د استادانو او درسي موادو له کمښت سره مخ یو 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/08/01

افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمن کېدو څو میاشتې وروسته د کابل پوهنتون تدریسي بهیر په داسې مهال پیل شو،چې د  سهار له خوا به نجونې او غرمه مهال به بيا هلکانو پوهنتون ته د تللو اجازه لرله. 

دې چارې ډېره موده دوام ونه کړ او پرېکړه وشوه،چې په اوونۍ کې دې درې ورځې هلکان او درې ورځې نجونې درس وایي،هغه څه چې  دلته یې زده کړیالان له یو لړ ستونزو سره مخ کړي دي. 

زده کړیالان وايي، اوس مهال د استادانو او درسي موادو کمښت او ځینې نورو ستونزو سره مخامخ دي. 

د کابل پوهنتون یو تن زده کړیال عبدالله وايي:« له بده مرغه د لوړو زده کړو وزارت له لوري  د جفت او تاق ورځو په اړه،چې کومه پرېکړه وشوه، دا پرېکړه ډېره زیانمنوونکې وه. زده کړیالان له ډېرو ستونزو سره مخ دي. وړاندې به موږ یو سمستر شااوخوا ۱۲۰، ۱۳۰ یا هم له ۱۰۰  زیاتو ورځو کې درسونه لوستل، خو په دغه سمستر کې موږ ټول شااوخوا ۳۵ ورځې درس لوستی دی.» 

د کابل پوهنتون یو بل زده کړیال محمد یاسین بیا وايي:« دا به ډېره ګټوره وه،که چېرې هره ورځ درسونه ول. که د درسي ساعتونو وخت کم هم وي، خو که درس هره ورځ وي، دا د زده کړیالانو لپاره ډېره ګټوره چاره ده. افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمن کېدو وروسته د پوهنتونونو طرحه دا وه،چې د سهار له لوري به نجونې او له غرمې وروسته به هلکان ول، دا ډېره ښه طرحه وه، ځکه دواړو نجونو او هلکانو کولای شوی،چې هره ورځ درس ووایي.»  

ځینې نور بيا وايي، له سیاسي تحول را وروسته لسګونه استادان له هېواده بهر وتلي او پپر وینا یې اوس پکار ده،چې د بېرته راستنیدو لپاره هلې ځلې وشي.

د ياد پوهنتون استادان هم د درسي ورځو کمبود او نورې ستونزې مني، خو وايي،تر هغې چې امکانات ډېريږي، دا چاره هم ګټوره ده. 

د کابل پوهنتون یو تن استاد قدرت الله اوریا خېل وايي:« سمه ده،چې دا به پر زده کړیال فشار زیات کړي،خو له هغې دا غوره ده،چې د پوهنتون دروازه د نجونو او هلکانو زده کړیالانو پر مخ تړلي وي. زما په اند دا اوسنی حالت هم ښه دی،چې پوهنتون خلاص دی.» 

تر اوسه پورې مالومه نه ده،چې د لوړو زده کړو وزارت او کابل پوهنتون دغه پرېکړه به تر کله دوام وکړي او یا به په کې ادلون بدلون راشي  او که نه؟

 هڅه مو وکړه،په دې اړه د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت نظر هم ولرو، خو په بار بار هڅو هم ونه توانیدو.  

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist