د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي:« د پاکستان اقتصادي وضعیت په دې ورځو کې ډېر خراب دی او له همدې امله پاکستان افغانستان ته ډېره اړتیا لري لکه د ډبرو سکرو او نورو برخو کې. په همدې حال کې د اپتا په نامه یو تړون دی چې هېڅکله یې په دایمي ډول نه امضا کوي. ستونزه همدا ده چې پاکستان باید له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو لپاره صادقانه تصمیم ونیسي.»
پاکستان چې له تیرو درېیو کالونو راهیسې له کورني اقتصادي او سیاسي کړکېچ سره مخ دی،غواړي د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته خپله سوداګري او صادرات زیات کړي.
د اقتصادي چارو پوهان په دې اند دي،چې پاکستان غواړي، له اقتصادي کړکېچ څخه راووځي.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش وايي:« زه فکر کوم،چې د پاکستان هېواد اوسني اقتصادي فقر یې ډېر خطرناک ګودال ته ننوتی دی. پاکستان د دې لپاره،چې له دې فقر او اقتصادي انزوا راووځي،یوازینی اساسي او لنډمهاله بدیل یې د افغانستان جغرافیه ده. د افغانستان په جغرافیه کې غواړي،چې د تېر سازمان اهداف مخته یوسي. مانا دا چې، غواړي، د قرمز، کابل او له کابله د پښاور د ریل پلټۍ خط غځولو لپاره لاره هواره کړي.»
خو ځينې نور بیا نیوکه کوي،چې یاد هېواد له افغانستان سره پر خپلو ژمنو عمل نه کوي او د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو برخه کې ستونزې رامنځته کوي.
د افغانستان په تړاو د ازبکستان دوه ورځينۍ ناسته کې پر امنیتي او اقتصادي مسایلو سربېره له دغې غونډې وروسته افغان پلاوي، د ګاونډیو او سیمې هېوادونو له استازو سره جلا جلا کتنې کړي او د همکاریو ډاډ یې ترلاسه کړی دی.
د تاشکند کنفرانس کې له ۲۰ د زیاتو هېوادونو او ګڼ شمیر نړیوالو سازمانونو استازو د افغانستان پر اقتصاد، امنیت، کنګل شوې شتمنۍ، بشري مرستو او اقتصادي ثبات دوه ورځې بحثونه وکړل.