Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هرات: د اسلام کلا ښارګوټي اوسېدونکي له امنیتي وضعیت خوښ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/31

 د اسلام کلا ښارګوټی،چې د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ یوه لرې پرته سیمه ده، د هرات له  ښاره  ۱۲۰ کیلومتره واټن لري او له  ایران سره ګډه پوله لري.

د یاد ښارګوټي اوسېدونکي وايي،د اسلامي امارت  راتګ سره یې امنیت په پوره توګه ټینګ شوی دی او اوس کولای شي، پرته له کومې وېرې څخه د شپې او ورځې وګرځي.

د اسلام کلا ښارګوټي یو تن اوسېدونکی وايي:«الحمدلله له کومې ورځې چې ا.ا.ا حاکم شوی، وضعیت ډېر شوی دی. مخکې مو نشو کولی په ډاډ زړه د شپې لخوا کور ته ولاړ شو. » 

د اسلام کلا ښارګوټي یوبل اوسېدونکی بیا وايي:« هر کس کولی شي،په ډاډه زړه کور او نورو ځایونو ته ولاړ شي. مخکې مو له دې ځایه تر پله پورې د تګ لپاره مرګ په زړه نیوه.» 

د سیمې اوسېدونکي وایي، د اسلامي امارت سرتېري د شپې او ورځې چک پایټونه او ګزمې کوي ،چې د پخوا پرتله په امنیت کې څو برابره ښه والی راغلی دی. 

د اسلام کلا ښارګوټي یو تن اوسېدونکی وايي:« شکر الحمدلله امنیت دی. د مازیګر او شپې لخوا چک پاینټونه دي. سرتېري شپه ورځ خپلې هڅې کوي.» 

د اسلام کلا ښارګوټي یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« مخکې وضعیت ترینګلی و. خلکو د جګړو له کبله نشو کولی خپل کار او روزګار ته ورسیږي. له هغې ورځې،چې اسلامي دولت راغلی امن دی او موږ ترې خوښ یوو.» 

د اسلام کلا د تراسپورت مسوول نظام الدین  بیا وايي، پخوا به خلکو ډېر سفر نه کاوه، خو اوس چې امنیت ښه شوی دی،په ډېره کچه خلک د شپې او ورځې سفر کوي او ښار او نورو ځایونو ته ځي.

هغه زیاته کړه:«  امنیت ټینګ دی. مسافرین ځي راځي. ا.ا.ا ستونزو ته رسېدنه کوي. له دې ځایه ځي له بلې خوا راځي او هېڅ ستونزه نشته. » 

له بلې خوا د هرات د اطلاعاتو او کولتور ریاست  مشر مولوي نعیم الحق حقاني خلکو ته ډاډ ورکوي،چې اسلامي امارت تل د خلکو د سر او ځان ساتونکی دی.

حقاني زیاتوي:« موږ هم د خلکو ځان ساتو او هم د خلکو لپاره د ډوډۍ پیدا کولو په لټه کې یوو. ډوډۍ او ساتنه لازم او ملزوم دي. کوم حکومت چې ځان وساتي، ډوډۍ نه وي،نو ډوډۍ د ځان اخېستو لامل کېږي او که ډوډۍ وي،ځان نه وي نو ډوډۍ خلک خوړلی نه شي.» 

هېواد کې د اسلامي امارت واک ته له رسېدو شااوخوا ۱۱ میاشتې کېږي،چې ورسره  امنیت ښه شوی دی،خو د هرات اوسېدونکي یوازې د امنیت ټینګېدل کافي نه بولي او د امنیت ترڅنګ خلکو ته د کار زمینې برابرېدو غوښتنه کوي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist