Skip to content
د افغانستان اسلامي امارت پوهنې وزارت کې یوې سرچینې شمشاد ته ویلي،چې د ښوونځیو لپاره ۱۶ میلیونه کتابونه چاپ شوي او ۲۱ میلیونه نور تر چاپ لاندې دي.
د سرچینې په خبره، پر دغو کتابونو شااوخوا ۲۴ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی.
سرچینې زیاته کړې:« ټول ۱۶ میلیونه کتابونه چاپ شوي، اته میلیونه هند کې او شپږ میلیونه دوبۍ کې د الحریر شرکت لخوا چاپ شوي دي. ۲۱ میلیونه د دپیتامبرا شرکت لخوا تر چاپ لاندې دي. پر دې کتابونو ۲۴ میلیونه ډالر مصرف راغلی دی.»
سرچینه وایي، د دغو کتابونو په نصاب کې کوم بدلون نه دی راغلي، ټول هماغه دي،چې په جمهوریت کې تدریس کېدل.
سرچینې زیاته کړې:« د کتابونو په نصاب کې کوم بدلون نه دی راغلی، دا ټول هماغه دي،چې تیر نظام کې تدریس کېدل او اوس هم تدریس کیږي. د کابل په ګډون ډېری ولایتونو کې چاپ شوي کتابونه ویشل شوي او تازه چاپ کېدونکي کتابونه به هم وویشل شي.»
اخوا د پوهنتون استاد طارق فرهادي بیا وايي، ساینسي مضامین باید د پرمختللو هېوادونو په همکارۍ ولیکل شي،ترڅو نوی نسل د وخت له اړتیاوو سره سم وروزل شي.
د کتابونو او مسلکي ښوونکو کموالی، د افغان زده کوونکو جدي ستونزه ده، چې له تیر نظام را پاتې ده.
اوس به ولیدل شي،چې اوسنی حکومت دغه ستونزه څومره جدي نیسي او د حل لټه یې کوي.