Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کندهار اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/31

د کندهار دهلي بند کې د اوبو د کمښت او د ارغنداب رود د وچېدو ترڅنګ اوس د دغه ولایت په ناحيو کې هم تر ځمکي لاندې د اوبو سطحه په بې ساري توګه ټيټه شوې او آن ځينو سيمو کې برمي وچي  او خلک د څښاک پاکو اوبو د موندلو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

ځايي خلک وايي، ځيني کورونه او سيمي له همدې امله خالي او خلک ترې تللي، چې د څښاک پاکي اوبه په کې نشته دی.

د کندهار ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« اوس دا د سره پل سیمه کې ډېری سرایونه خالي دي، د کرایې لپاره یې څوک نه شته دي. دا سیمه اوبه نه لري،نوځکه څوک ورته زړه نه ښه کوي. دلته اوس ډېری سرایونه همداشان خالي دي.»

د کندهار ښار په ځينو برخو کې تر ځمکې لاندې اوبو کچه له ۱۰ څخه تر ۱۶ مترو پوري ټيټه شوې ده او لاهم د ټيټېدو په حال کې ده.

د یاد ولایت اوسېدونکي وايي، تر څو، چې دولت د کرنيز سکټور په ګډون د اوبو ضايعاتو د مخنیوي لپاره ګامونه پورته نه کړي، تر ځمکي لاندې د  اوبو کچه نه شي لوړېدلای.

د کندهار یو تن اوسېدونکی انجنیر نیاز محمد وايي:«  حکومت باید د اوبو رسولو سیسټم جوړ کړي. خلک،چې اوس په کومه طریقه اوبه کاروي، باید مخنیوی یې وشي او باید دا اوبه په معیاري ډول وکارول شي. د دې پر ځای چې خلک خپله برمه ووهي، که په دوی ته په نل کې اوبه ورشي، بیا دا اوبه ډېرې سپما کوي.»

اخوا د یاد ولایت  د اوبو رسولو ادارې مرستیال محمد عیسی خاکسار بیا وايي، دوی تر ځمکې لاندې اوبو د کچي د لوړوالي لپاره په کندهار ښار کې د خپلسرو برمو او څاګانو پر کندلو بنديز لګولی دی،خو د نل له لارې ښاري سيمو ته د څښاک پاکي اوبه ورکوي.

خاکسار زیاته کړه:«موږ په هغو سیمو کې د برمې وهلو اجازه ورکوو،چې هلته مو د اوبو رسولو شبکې نه وي، نلونه نه ور تېر شوي،نو بیا د اړتیا پر اساس ورته د شپږ اینچه برمې وهلو  اجازه ورکوو.»

په کندهار ښار کې دا مهال تر ۱۰۰ زرو زيات کسان ژوند کوي،خو د کندهار اته زره کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري.

د کندهار ترڅنګ د سويلي حوزې په يو شمېر نورو ولایتونو کې هم سږ کال د څښاک د پاکو کمښت خلک له ستونزو سره مخ کړي دي. 

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist