Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ کې له سېلاب ځپلو سره تر اوسه مرستې نه دې شوي 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2022/07/31

د ننګرهار   ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو ګڼو کورنېو ته تر اوسه پورې  مرستې نه دي ویشل شوي.

باریکاب د بټي کوټ ولسوالۍ یوه له هغو سیمو ده،چې وروستیو سېلابونو په کې خلکو ته  پراخ مالي زیانونه اړولي دي. 

د پیښې په پنځمه ورځ یې د زرلښتې په نوم د  یوې معلوله،چې  دوه معلول اولادونه  هم لري، ان  له وړاندې یې  د ژوند ګزاره د کليوالو په لاسنیوې روانه ساتلې وه. 

خو اوس زرلښته وایې، د  خپل کور تر څنګ یې ټول هغه ادرسونه هم نړیدلي،چې له دې به یې لاسنیوی کاوه. 

هغه زیاته کړه:«  وړاندې ښه وه، کلی ودان وه. چا به راسره ۲۰۰، چا به راسره ۱۰۰ او چا به راسره ۵۰۰ افغانۍ مرسته کوله،پر هغې به مې بچیانو ته خوراکي توکي او نور د اړتیا وړ توکې رانېول، خوکلی وران شوی دی. اوس هېڅ شی هم نه شته دی.» 

د زرلښتې یوازینی زلمی زوی معلول دی او د کونډې مور لاسنیوي ته پروت دی. 

ښایسته ګل درد نه شي بیانولای او په دغه کنډر کور کې د ودانې مینې فکرونه لټوي.

د باریکاب سیلاب ځپلې سیمه کې دغې کونډې مور له سیلاب وروسته جومات ته پناه وړې وه او تازه بېرته خپل کنډواله کور ته راګرځیدلې

زرلښته وايي، د درملنې توان هم نه لري او تر اوسه پورې د هیڅ بنسټ له ادرسه  یې لاسنیوی نه دی شوی.

هغې زیاته کړه:«  که څوک راغلي هم وي، خو ما نه دي لېدلي،ځکه زه ناروغه یم نه شم راوتلی. څوک به راسره مرسته وکړي؟ الله ج دې راسره مرسته وکړي.» 

بټي کوټ ولسوالۍ کې د سیلاب ځپلو سیمو خیریه بنسټونه ورځي،خو د دغې مور له غږ ښکاري،چې د مرستو په ویش  نیوکې موجودې دي. 

غوښتنې  دا دي،چې  مرستندونه ادارې دې د مرستو په وېش کې  په شفاف ډول زیاتو اړمنو ته لومړیتوبونه ورکړي.

 

ShareTweetShareSendSend

Related News

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي
افغانستان

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه
افغانستان

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل
افغانستان

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever
افغانستان

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو
افغانستان

متقي: له پاکستان سره په ریښتینې توګه د ستونزو حل غواړو

اپریل 6, 2026
بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت د مرکزي اسیا له پنځو هېوادونو سره مشورتي ناسته وکړه

اپریل 6, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

هرات کې د فرهنګي ډېپلوماسۍ په نوم درې ورځنی نندارتون جوړ شو

اپریل 6, 2026
سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

سمنګان کې سېلابونو له ۳ تنو ژوند اخستی او درانه زیانونه یې اړولي

اپریل 6, 2026
ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

ننګرهار کې له کډوالۍ تازه راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

اپریل 6, 2026
هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

هرات مېشتو ښځو افغانستان او ایران کې پر ملکي وګړو بریدونه وغندل

اپریل 6, 2026
Government: Afghans’ Need for Humanitarian Aid Higher Than Ever

حکومت: بشري مرستو ته د افغانانو اړتیا تر بل هر وخت زیاته شوې

اپریل 6, 2026
ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

ټرمپ یوځل بیا د ایران ملکي تاسیساتو او برېښنا کوټونو ویجاړولو خبرداری ورکړ

اپریل 6, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist